(د پاکستان لپاره پيسې نشته چې مرستندوى کارونه پرې وشي )

م م
Image caption ملگري ملتونه د پاکستان لپاره څه باندې پنځه سوه ميليونه ډالره غواړي چې مرستندوي کارونه پرې پرمخ بوځي

ملگرو ملتونو خبردارى ورکړى دى چې که دوى ته مرستندويان پيسې ورنه کړي نو په پاکستان کې به د دوى مرستندويې چارې په ټپه ودريږي.

د پاکستان لپاره د ملگرو ملتونو د مرستو همغږى کوونکى مارتين مگونجا وايي مرستندويانو د هغو ژمنه کړيو پيسو يوه وړه برخه ورکړې ده چې په پاکستان کې يې د چارو د ترسره کولو لپاره ټټر وهلى و .

ملگرو ملتونو په پاکستان کې د مرستندويو چارو د ترسره کولو لپاره پنځه سوه اوه ديرش ميليونه امريکايي ډالر غوښتل .

ملگري ملتونه وايي په پاکستان کې په کور دننه تر يو ميليون ډير بې ځايه شوي کسان شته چې مروستو ته اړتيا لري .

په سوات کې د تير کال تر پوځي عملياتو وروسته خورا ډير سواتيان له خپلو مېنو بې ځايه شول .

په قبايلي سيمو کې هم د پرله پسې نا امنيو له امله ډير خلک بې ځايه شوي دي .

ويل کيږي چې په تيرو شپږو مياشتو کې يوازې له قبايلي سيمو څخه پنځه ديرش زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي .

ډير بې ځايه شوي کسان په کمپونو يا پنډغالو کې ژوند کوي .