په چين کې زلزلې ۳۰۰ تنه ووژل

زلزله
Image caption د دې زورورې زلزلې مرکز د تبت غرونه ښودل شوي.

د چين په شمال لوېديځ غرني ولايت کينگهاى کې د يوې زلزلې له امله لږ تر لږه ٣٠٠ تنه وژل شوي او تر ۸ زرو ډېر نور تر کنډوالو لاندې دي.

دغه اوه اعشاريه يو درجه زلزله سهار وختي هغه مهال شوې چې خلک لا ويدۀ وو.

ځينو رسنيو د زلزلې مرکز ته د نژدې ښارگوټي يوشو د چارواکو له خولې خبر ورکړى چې دغلته يو زيات شمېر د هستوگنې ودانۍ نړېدلې دي.

سيمې ته سرتېري استول شوي.

خو د بي بي سي خبريال وايي چې د سيمې لرېوالي او په نژدې سيمو کې د هوايي ډگر نشتوالي د مرستو هڅې اغېزمنې کړې دي.

چيني چارواکو ويلي د زلزلې مرکز د تبت غرونه ښودل شوي.

رپوټونه وايي لومړۍ زلزله پنځه اعشاريه درې او دويمې هغې يې پنځه اعشاريه ۲ درجې وه .

په زلزله ځپلې سيمه کې زياتره کروندګر او تبتي منګوليايان اوسېږي .