د پاکستان او هند لومړيو وزيرانو سره وکتل

ګيلاني او سينګهـ
Image caption دواړو مشرانو وويل چې ترهګري د پاکستان او هند لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.

د هندوستان او پاکستان لومړيو وزيرانو په واشنګټن کې د اتومي وسلو د خونديتوب په سرمشريزه کې له يوبل سره کتلي دي.

رپوټونه وايي د پاکستان لومړي وزير یوسف رضا ګیلاني له خپل هندي سيال منموهن سينګهـ سره په واشنګټن کې د اتومي وسلو د خونديتوب د سرمشريزې په درشل کې سره وکتل.

د پاکستان د سفارت وياند ويلي د دواړو لومړيو وزيرانو دې ليدو کتلو " رسمي بڼه نه درلوده. "

د دوو ګاونډيو هېوادونو مشران څو ورځې وروسته له هغه سره ويني، چې ښاغلي سينګهـ بارک اوباما ته ويلي وو د پاکستان له حکومته يې غوښتي چې پر ممبۍ د بريدونو عاملين هند ته وسپاري.

د ۲۰۰۸ کال په نومبر کې د هند پر ممبۍ ښار کې مرګوني بريدونه وشول، چې لږتر لږه ۱۷۴ تنه پکې ووژل شول .

هغه بريدونو وروسته د پاکستان او هندوستان اړیکي لانور پسې ترينګلي شول.

تېر کال پاکستان پر ممبۍ د بريدونو په تور اووه تنه پړه وبلل .

په تورنو کسانو کې د بريدونو اصلي طراح ذاکرالرحمن هم موجود و، چې ويل کېږي پاکستان کې د اورپکې (لشکر طيبه) ډلې يو جګپوړی مشر و .

په واشنګټن کې د امريکا د سفارت وياند نديم کياني ويلي منموهن سينګهـ او يوسف رضا ګيلاني د بارک اوباما په کوربه توب له يو بل سره ليدلي دي:

"دواړو مشرانو په يوه مېلمستيا کې سره وليدل، يو بل ته يې لاسونه ورکړل او خبرې يې وکړې. "

خو د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند ويشا پراکش هندي خپرنيو ته ویلي دواړو مشرانو" له يو بل سره پر ليدو کتلو خوښي ښوولې ده. "

که څه هم هند له پاکستانه د ممبۍ د بريدونو د نيولو او محاکمه کولو غوښتنه کوي، خو پاکستانۍ مېشته لشکر طيبه د ممبۍ په بريدونو کې خپله ښکېلتيا نه مني.

په ۲۰۰۸ کال کې پر ممبۍ تر بريدونو وروسته په تېره فبرورۍ مياشت کې دواړه غاړې د لومړي ځل لپاره د رسمي خبرو لپاره چمتووالی وښود.

ورته مطالب