امريکا:دمالي سمونونو د نوي قانون د منظورۍ هڅې

ولسمشر اوباما د امريکا په مالي نظام کې د سمونونو د راوستلو لپاره د ډېموکراټانو او جمهوري غوښتونکو پر مشرانو غږ کړی چې د مالي نظام د نوي قانون د منظورلو لپاره بيړه وکړي .

دغه قانون د ښاغلي اوباما لپاره په کورني سياست کې يوه بله لويه ننګونه بلل کېږي.

بارک اوباما د دواړو ګوندونو له مشرانو سره دوه په دوه ليدلي او د مالي نظام په هکله د نوي قانون د منظورولو له غوښتنې سره جوخت يې ټينګار کړی چې امريکا د بلې اقتصادي ضربې د زغملو وس نه لري.

خو دجمهوري غوښتونکو استازي وايي چې که دغه قانون منظور شي نو يوازې به ډيوالي شويو بانکونو ته د ضمانت په پيسو کې يو څه ګټه ورسوي.

له بلې خوا د دغه هېواد د مرکزي بانک مشر بين برنانکي ويلي چې که څه هم اقتصاد څه نا مخ پر ښه کېدو دی خو خلکو ته دکارونو د برابرولو بهير پڅ پر مخ ځي.

ښاغلي برنانکي کانګرس ته په خپله وينا کې وويل ، دغه ګام نور دځنډولو نه دی.

ده خبرداری ورکړ چې د هېواد د اقتصادي ځوړ سمول ستونزمن کار دی خو ددې کار نور ځنډ به حالت تر دې خراب کړي.

ښاغلي برنانکي د اقتصاد دسمولو په لاره کې لوی خنډونه د ودانۍ کارونه او دځينو ايالتونو اوسيمه ييزو حکومتونو بې سېکه او ناوړه اقتصادي حالت وبلل.

که څه هم ښاغلي برنانکي د امريکا په اقتصاد کې دښه کېدو ځينې نښانې يادې کړې چې د روان زېږدي کال په لومړيو دو مياشتو کې د بې کارۍ بهير ورو شوی او د پېرود کچه زياته شوې ده.

خو برنانکي دلوړې کچې د اوږدې بې کارۍ اندېښنه پټه نه کړه.

يوازې په مارچ کې په سلوکې دڅلور څلوېښت امريکايانو د بې کارۍ و خت تر شپږو مياشتو زيات و.

د يادونې وړ ده چې د امريکا د اقتصادي کړکېچ له پيل راهيسې په دغه هېواد کې تر اتو ميليونونو زيات امريکايان بې کاره شوي دي.