پر افغانستان بل نړيوال کانفرانس کابل کې کيږي

کابل
Image caption ريچرډ هولبروک وايي پر افغانستان به بله نړيواله غونډه په کابل کې وي

د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانگړى استازى ريچرډ هولبروک وايي د افغان حکومت د ملاتړ لپاره به په کابل کې د جولاى په مياشت کې نړيوال کانفرانس کيږي .

ښاغلي هولبروک تيره شپه ( دوشنبه د اپريل ١٩ ) خبريالانو ته په واشنگټن کې وويل چې په دې کانفرانس کې به د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلرې کلنتن هم برخه اخلي .

تمه ده دغه نړيوال کانفرانس به د جولاى په شلمه نېټه د افغانستان په پلازمېنه کې جوړ شي.

د ښاغلي هولبروک په وينا دا کانفرانس په دې هيله جوړيږي چې افغان حکومت سره د نړيوالو د ملاتړ بيا پخلى وشي .

د ولسمشر اوباما ځانگړي استازي دا خبره هم تاييد کړه چې ولسمشر کرزى به د مۍ له لسمې نېټې څخه په درې ورځني سفر واشنگټن ته ورځي چې له بارک اوباما او نورو لوړ پوړو امريکايي چارواکو سره وويني .

د ښاغلي هولبروک دا څرگندونې په داسې وخت کې کيږي چې په دې وروستيو کې د واشنگټن او ولسمشر کرزي ترمنځ اړيکي ظاهرآ خړې شوې وې .

خو ښاغلي هولبروک وويل چې اوس دواړو غاړو ستونزې هيرې کړي دي . دۀ وويل :

(( زموږ او د افغان حکومت ترمنځ اړيکي ښې دي . يو وخت وضعه ښه نه وه خو هغه وخت تير شوى دى . ))

د ولسمشر اوباما ځانگړي استازي زياته کړه چې په تيرو څلورو مياشتو کې يې له ولسمشر کرزي سره شپږ واري ليدلي دي چې وروستۍ ليدنه يې تيره اوونۍ په کابل کې وه .

دۀ وويل دغه وروستۍ ليدنه يې تر ټولو اوږده او پر مسايلو ډير غور پکې وشو .

ښاغلي هولبروک دا هم وويل چې د کابل تر غونډې وړاندې به په اسپانيا کې هم څلوېښت هيوادونه پر افغانستان خبرې کوي .

د اسپانيا غونډه به د جون په لومړۍ اوونۍ کې وي .د جنوري په مياشت کې دې ته ورته يوه بله غونډه په متحدو عربو اماراتو کې شوې وه چې پکې د ديرشو هيوادونو استازيو برخه اخيستې وه .

ورته مطالب