چين: د زلزلې زياتره مړي وسوځول شول

Image caption چيني چارواکي وايي دا ګام يې له دې امله اخيستی، چې په سيمه کې ناروغۍ خپرې نه شي او د مړو له بد بويه ځانونه خلاص کړي.

چيني چارواکو د دغه هېواد په چيګو سيمه کې په زلزله کې د زياترو مړي وسوځول . په دغه زلزله کې چې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان مړه شول او زرګونه نور ژوبل، بې کوره او بې کهوله شول.

چيني چارواکو په زلزله کې د زياتره مړو د سوځولو امر کړی .

په دغه زلزلزله کې د مړو شوو کسانو شمېر ‍۱۴۰۰ تنو ته ورسېد .

چيني چارواکو ويلي چې د وژل شوو له ډلې يې شاوخوا ۷۰۰ سوځولي .

د تېرې چهارشنبې په ورځ د چين د شمال لوېديځ شينګهای ايالت په چيګو سيمه کې يوه زوروره زلزله وشوه، چې تر تراوسه پکې د مړو شوو شمېر تر ۱۴۰۰ اوړي او سلګونه لاهم تری تم او يا سخت ټپيان دي.

رپوټونه وايي په زلزله کې مړه کسان په يوه لښتي کې امبار شوي او د بودايي مذهب له ديني ترانو او نارو سره سم اور ورته شوی دی .

دغه پېښه د چيګو سيمې ته څېرمه په يوه ژور لښتي کې شوې ده .

د تبت زياتره اوسېدونکی بودايان دي، چې خپل ګڼ مړي له خپل دود سره سم د "لوړو غونډيو" پر سرونو خښوي.

کله ناکله دغه تبتيان مړی ټوټې ټوټې کوي او بيا په اور پخوي او تر هغه وروسته يې پر يوه لوړه تيږه ږدي چې مرغان او ځناور يې وخوري.

خو چيني چارواکو دا ځل د زلزلې د مړو لپاره د سوځولو اسانه لاره غوره کړې .

دوی وايي دا ګام يې له دې امله اخيستی، چې د مړو د بد بوی مخنيوی وشي داسې نه کې مرګونې ناروغۍ ترې راپورته شي .

د تبت او د زلزلې ځپلې سيمې يو اوسېدونکی وايي "د دومره ډېرو مړو د خوړلو وس مرغان او ځناور هم نه لري. "

د ولسمشر ليدل

بل خوا د چيني تلوېزيون ويلي چې ولسشمر هوجينتاو د يکشنبې په ورځ له لاتينې امريکا نه په بيړه خپل هېواد ته ستون او د زلزلې ځای ته ورغلی، چې د زلزله ځپلو حال وګوري.

پرون د چين لومړی وزير وين جياباو هم سيمې ته تللی و، او له زلزله ځپلو سره يې د بېړنۍ مرستې ژمنه کړې وه .

په سيمه کې زرګونه کورنۍ تر شنه اسمان لاندې په يخه يخنۍ کې شپې تېروي او هېڅ سرپنا نه لري.

Image caption د چين په زلزله کې د مړو شوو خلکو په راويستلو کې د بودايي مذهب زياتره مشرانو هم برخه اخيستې ده.

لومړي وزير وين جياباو ويلي وو : "حکومت به تر خپلې وسې پورې هڅه وکړي، چې سيمه او ړنګ شوي ځايونه ژر بېرته ورغوي."

دلای لاما

همداراز د تبت روحاني مشر دلا ی لاما ويلي چې غواړي خپل پلرني ټاټوبي ته ولاړ شي، او له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي .

دلای لاما په يوه خپره شوې ويناپاڼه کې ويلي: "زموږ ترمنځ د جغرافيوي واټن له امله زه په دې حساس وخت کې دا توان نه لرم، چې له نژدې نه له زلزله ځپلو سره غمشريکي وکړم، خو له دوی غواړم چې زه د دوی لپاره هروخت دعاوې کوم."

د ويلو ده چې دلای لاما د د کوينګهای په سيمه کې زيږېدلی، خو له کابو ۵۰ کلونو وروسته يې له ناکام پاڅون وروسته د چين پر خاوره کې هېڅ پښه نه ده لګېدلې .

د ژغورنې هڅې

د چين تلوېزيون ويلي چې د ژغورنې ډلې تر خاورو لاندې نهه تنه ژغورلي، چې پنځو ته پکې ډېر زيان نه دی اوښتی .

له تېرو څو ورځو راهيسې په کابو ۱۵ زره نړېدلو کورونو کې د ژغورنې ډلې په کارلګيا دي .

ورته مطالب