کوهاټ: د کډوالو د نوم ليکنې په مرکز کې چاودنې ۴۰ تنه ووژل

په اورکزو ايجنسۍ کې د يوه مخکني بريد عکس ګورﺉ
Image caption په اورکزو ايجنسۍ کې د يوه مخکني بريد عکس ګورﺉ

د صوبه سرحد په اورکزيو ايجنسۍ کې چاودنې لسګونه تنه وژلي او ټپيان کړي دي .

د اورکزيو ايجنسۍ يوه امنيتي چارواکي حسین غلام بي بي سي ته وويل د اورکزيو ايجسنۍ د کډوالو د دفتر د ننه دوې چاودنې وشوې، چې لږ ترلږه پکې د ۴۰ تنو د وژل کېدو او لسګونه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی .

پېښه د کوهاټ پوليسو وياند فضل نعيم تاييد کړې ده .

نوموړی وايي چاودنه له کوهاټ نه شاوخو ۲۵ کيلومتره ليرې په کچه پخه سيمه کې د کډوالو د نوم ليکنې په يوه دفتر کې شوې ده .

دی وايي چې له دغه دفتره پر کډوالو خوراکي توکي وېشل کېدل .

د چاودنې پړه په سيمه کې يوې اورپکې ډلې (تنظيم لشکر جهنګوی العالمي) پر غاړه اخيستې ده

فضل نعيم زياتوي ښايي دا چاودنې د دوو ځانمرګو بريد کوونکو لخوا شوې وي، خو اوس يې په اړه څېړنه روانه ده .

دی زياتوي کچې پخې ته څېرمه یوې ودانۍ ته کډوال په ليکو کې ولاړ ول، چې يو ځانمرګی راغی او د خلکو په منځ کې يې خپل ځان وچووه .

دی وايي چې تر لومړۍ چاودنې شپږ اووه دقیقې وروسته يوه بله زوروره چاودنه وشوه .

د هغه په وينا، زياتره وژل شوي او ټپيان د اورکزو ايجنسۍ شيعه وګړي دي .

ويل کېږي په دې بريد کې يو ځايي خبريال عظمت علي بنګش هم وژل شوی .

نوموړي د پاکستان پي ټي وي او د نجي ټپي وي ته کار کاوه .

عظمت علي بنګش د هنګو د ابراهيمزيو اوسېدونکی و .

ويل کېږي چې نوموړي وړاندې په لومړي ځل د حکيم الله مسيد د وژل کېدو خبر ورکړی و .

په سيمه کې يوه ځايي خبريال ويلي چې د لومړۍ چاودنې په پرتله په دويمه کې خلکو ته ډېره مرګ ژوبله واوښته .

د پاکستان حکومتي تلوېزيون ويلي چې د بريد پرمهال د کډوالو د نوم ليکنې او مرستندویه اداره کې شاوخوا ۳۰۰ تنه موجود وو .

پي ټي وي وايي چې دواړه ځانمرګي بريدونه وو ، او په وينا يې دواړو بريد کوونکو چادرې اغوستې وې .

ورته مطالب