اورشيندنې د اورپا زياتره پروازونه ځنډولي

.
Image caption د تېرې چهارشنبې په ورځ په يوه مياشت کې د دويم ځل لپاره په ايسلنډ کې اورشيندنه پيل شوه، چې په فضا کې يې ان تر ۱۱ کيلومترو پورې لوخړې او دود جګ شو.

د اروپا پر اسمان لاهم له ایسلنډ نه د اور شيندنې له امله لوګي خواره دي او د اروپا په زياتره سيمو کې الوتنې ځنډول شوې دي. د امريکا هوايي شرکتونو هم اعلان کړی، چې د اروپا په ګڼوسيمو کې يې خپلې الوتنې درولې دي.

همداشان د اروپا هوايي شرکتونو ويلي چې د لوګي له امله پروازونه نه شي کولی.

سويس او المان اعلان کړی چې د شنبې ورځې تر غرمې پورې به الوتنې ونه کړي، او په هالنډ کې هم تر ماسپښين پورې الوتنو ته د نه الوت امر شوی.

په انګلستان کې هم د اورشيدنې له امله پروازونه ځنډول شوي، خو په ځينو برخو کې اجازه ورکړې شوې ده .

د هوايي چلند د څارنې ادارې ويلي چې د شنبې ورځې تر غرمې يا ماسپښين پورې به په د ويلز پر سر الوتنې نه کېږي.

امريکا د تېرې جمعې په ورځ اروپا ته زيارته الوتنې لغوه کړې، او نه يې له اروپا امريکا ته د الوت اجازه ورکوله .

د جمعې په ورځ په اروپا او امريکا کې شاوخوا ۲۸۰ پروازونه لغوه شول .

Image caption ايسلنډ د اطلسي سمندر پر لوړو او په هغه سيمه کې پروت دی، چې اوراسسي له شمالي امريکا څخه جلا کوي.

خو وړمه ورځ بيا ۱۶۵ پروازونه د اورشيدنې او دود له امله لغوه شوي وو .

د هوايي چلند کارپوهانو ويلي هغه کوچني ګاټي، ښيښې او يا ريګ چې له لوخړو ډکې ورېځې يې له ځانه سره لېږدوي، د الوتکو د ماشينونو د تعطيلولو لامل کېدای شي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ په يوه مياشت کې د دويم ځل لپاره په ايسلنډ کې اورشيندنه پيل شوه، چې په فضا کې يې ان تر ۱۱ کيلومترو پورې لوخړې او دود جګ شو.

او د برتانيا تر شمالي سيمو پورې اورشيندنې له امله لوخړې تر ‍‍۱۶ کيلومترو پورې لوړې شوې .

که څه هم لوخړې د پنجشنبې په ورځ يو څه ارامه شوې، خو اورشيندنه همداسې دوام لري، او د اروپا پر لور دوړې په چټکۍ ځغلي.

د تېرې مارچ مياشتې پر ۲۰ مه هم ورته اورشيندنه وه .

له هغه وړاندې په اروپا کې په ‍۱۸۲۱ کال کې هم اورشيندنې او لوخړو خلک سخت وځپل چې تر دوه کلونو پورې يې دوام وکړ.

ايسلنډ د اطلسي سمندر پر لوړو او په هغه سيمه کې پروت دی، چې اوراسسي له شمالي امريکا څخه جلا کوي.

ورته مطالب