ارېګلو د ترکي توکمه قبرس ولسمشر شو

دروېش ارېګلو
Image caption ارېګلو چې له ولولو ډکو پلويانو او اورلوبو ته راغونډو شوو خلکو ته وينا کوله ، وويل له جنوبي برخې سره به هم د خبرو لاره هواره کړي.

د قبرس په شمالي برخه کې رايه ورکوونکو ملت پاله دروېش ارېګلو د ولسمشر په توګه غوره کړی دی .

نوموړی د قبرس – ترکي توکمه شمالي برخې د خپلواکۍ پلوي کوي.

ښاغلی ارېګلو چې د تېرکال په اوږدو کې لومړی وزير و ، ۵۰ سلنه رايې ګټلې او اوسني ولسمشر علي طلعت ته يې ماتې ورکړې ده .

ښاغلي ارېګلو ژمنه کړې چې د يونان د جنوبي برخې په ټاپو کې به سوله راولي.

د ټاکنو د وروستيو پايلو پربنسټ، دروېش ارېګلو چې د ازادۍ شعار لري، 50.38% رايې ګټلې چې د هغه سيال کانديد محمد علي طلعت توانېدلی چې په سلو کې 42.85 رايې خپلې کړي.

د د قبرس – ترکي توکمه شمالي برخه کې د ټاکنو کمېسيون، چې د انقرې لخوا په رسميت پېژندل شوی، وايي له ۱۶۴ زره رايه ورکوونکو څخه په دې ټاکنو کې په سلو کې ۷۵ برخه اخيستې وه .

په ټاکنو کې پنځه تنه کانديدان وو.

دروېش ارېګلو د ښي اړخه ملي يووالي د ګوند مشر او محمد علي طلعت بيا د کيڼ اړخه ترکي جمهوري ګوند مشري کوي.

د سولې هڅې

ارېګلو تر برياليتوب وروسته ويلي چې په يوناني ټاپو کې به د سولې لپاره خبرې چټکې کړي.

نوموړی زياتوي د ۲۰۰۸ کال په سپټمبر کې د سولې په اړه پيل شوې خبرې يوه بنسټ دی .

نوموړي ان ټي وي ترکي تلوېزيون ته ويلي : د ترکي ټولنې د حقونو د خونديتوب لپاره به هڅه کوي، او له ترکيې به د ټاپو په شمالي برخه ک د ۳۵ زره ترکي پوځيانو د مېشتېدو غوښتنه وکړي.

ارېګلو چې له ولولو ډکو پلويانو او اورلوبو ته راغونډو شوو خلکو ته وينا کوله ، وويل له جنوبي برخې سره به هم د خبرو لاره هواره کړي.

د قبرس جنوبي برخه اوس د قبرس په جمهوريت پېژندل شوې، چې د اروپايي ټولنې غړيتوب هم لري.

ترکيه او قبرس

بل خوا د ترکيې لومړي وزير ارېګلو هڅولی چې په يوناني قبرس کې د ملګرو ملتونو په ملتيا د سولې لپاره ډېر څه وکړي، او د روان کال تر پايه بايد هلته د برابرۍ لپاره ډېر کارونه ترسره کړي.

رجب طيب اردوغان ويلي: "د سولې خبرې بايد دوام وکړي، او ارېګلو هم د دې خلاف څه نه دي ويلي، تمه نه کوم چې د سولې تګلوری به د سولې له خبرو پرته بدل شي. "