واشنګټن: د ايران پر وړاندې پوځي ګام "وروستی غوراوی " دی

ګېټس او مولن
Image caption ګېټس ويلي : "د امريکا د ننه او بهر زموږ په متحدينو کې بايد زما وړانديزونه ناسم تعبير نه کړای شي، چې زموږ ګټو ته زيان ورسوي ."

د متحده ايالاتو دفاع وزير رابرټ ګېټس ويلي چې د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنيت اړوندې ادارې ته يې په تېرې جنورۍ کې د ايران پرضد د يو لړ "راتلونکو ګامونو" اخيستو په اړه وړانديزونه کړي دي .

د امريکا دفاع وزير رابرټ ګېټس ويلي له ايران سره يې بارک اوباما ته د راتلونګي ګام په اړه يو لړ وړانديزونه کړي .

ښاغلي ګېټس دا څرګندونې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره کړې دي .

نوموړي ويلي "که څه هم زموږ ادارې د روان کال په لومړيو کې پر ايران دباو راوړی و، زموږ نوي وړانديزونه د دغه هېواد د دفاعي سیستم په اړه نوي سپارښتنې لري. چې په دې برخه کې بايد له حکومتي اژانسونو سره خبرې وشي."

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې بيا ليکلي چې د ګېټس لخوا اوباما ته دغه وړانديزونه د سپينې ماڼۍ لپاره يو ډول ګواښ دی، په دې مانا چې د ايران د اتومي فعاليتونه دوام لري، او امريکا لا دومره نه ده توانېدلې، چې د ايران اتومي فعاليتونه ودرولی شي او يا يې پر ضد بل اقدام وکړي.

خو ګېټس ويلي چې د دغه وړانديزونه غلط تعبير شوي، او هدف يې ترې دا نه دی، چې ګني "له سخت ګيرۍ نه دې کار واخيستل شي. "

ګېټس ويلي : "د امريکا د ننه او بهر زموږ په متحدينو کې بايد زما وړانديزونه ناسم تعبير نه کړای شي، چې زموږ ګټو ته زيان ورسوي ."

"وروستی ګواښ"

خو د تېرې يکشنبې په ورځ د امريکا د لويو درستيزانو د جرګه ګۍ مشر اميرالبحر مايک مولن ويلي وو ايران نه شي کولی چې زموږ د پوځي اقدام په شتون کې اتومي وسلې جوړې کړي، خو دپلوماتيکې هڅې د دې شخړې په حل کې غوره رول لري.

ښاغلي مولن چې په نيويارک کې يې د کولومبيا پوهنتون په کلپ کې خبرې کولې، وويل : "که امريکا پر ايران بريد وکړي، ښايي د دغه هېواد اتومي هڅې شاته کړي، خو دا ګام به هله اخيستل کېږي، چې موږ ته د حل بله لاره پاتې نه شي."

مولن دا اندېښنه هم وښوده چې ګني په سيمه کې به ايران له نورو هېوادونو سره د اتومي وسلو په جوړولو کې همکاري وکړي.

مايک مولن وويل ايران بايد تر نوو اقتصادي بنديزونو او پوځي اختيار وړاندې د دپلوماتيکو هڅو په اړه ښه فکر وکړي او خپل ليدلوری بدل کړي.

Image caption مېرمن کلنټن ويلي چې اسراييل په خپل ټول تاريخ کې اوس له ځينو سترو ګواښونو سره مخامخ دي، چې په وينا يې امريکايي اداره په منځني ختيځ کې د يوې شاملې او کاملې سولې د راوستلو هڅه کوي.

ده وويل : "موږ پنتاګان کې يو، په ټولو حالاتو کې بېړني حالت ته چمتو يو، او په ټينګار سره ويلی شم چې زموړ په مخکې نور غوراوي هم شته."

لوېديځ تهران د اتومي وسلې په جوړولو تورنوي، خو تهران په وار وار ويلي چې د دوی اتومي هڅې د سوله ييزه موخو لپاره دي، نه دا چې نړۍ ته ګواښ پېښ کړي.

تېره اوونۍ په ملګرو ملتونو کې ځينو دپلوماتانو ويلي وو چې په دغه سازمان کې پنځو دايمي غړو هېوادونو او المان پر ايران د نويو بنديزنو له پرېکړې سره خپله رضايت ښودلی و .

امريکا له اسراييل سره خپل ملاتړ تازه کړ

بل خوا د امريکا د باندينيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي چې هېواد یې د اسراييلو په ملاتړ او حمايت کې زړه نازړه نه دی .

کلنټن دا څرګندونې د اسراييلو د رامنځ ته کېدو د ۶۲ مې کليزې په مناسبت کړې ده .

مېرمن کلنټن دا هم ويلي چې اسراييل په خپل ټول تاريخ کې اوس له ځينو سترو ګواښونو سره مخامخ دي، چې په وينا يې امريکايي اداره په منځني ختيځ کې د يوې شاملې او کاملې سولې د راوستلو هڅه کوي.

خو په دې لړ کې د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي اسراييل تل خپلو ګاونډيانو ته د سولې په برخه کې خپل لاسونه اوږده کړي دي.

نتنياهو زياتوي سوله تر هغه نه شي ټينګېدای، چې په وينا يې اسراييل پوره ځواک نه وي ترلاسه کړی.

ورته مطالب