د پېښور قصه خوانۍ کې ځانمرګي بريد ۲۳ تنه وژلي

د پېښور ځانمرګی بريد
Image caption په بريد کې ځينې جګپوړي افسران هم وژل شوي.

د پاکستان پوليسو ويلي د شمال لوېديځ پېښور ښار په قصه خوانۍ بازار کې يوه ځانمرګي بريد لږ ترلږه ۲۳ تنه وژلي او ګڼ نور يې ژوبل کړي دي.

چارواکي وايي بريد داسې مهال شوی، چې د برېښنا د پرچاوېدو پرضد د جماعت اسلامي ګوند لخوا لاريون روان و .

په بريد کې زياتره وژل شوي لاريون کوونکي دي .

په بريدکې همداراز د پوليسو ځينې جګپوړي افسران هم وژل شوي دي.

عيني شاهدانو ويلي کله چې د پوليسو يو افسر ګلفت حسين ګاډي ته پورته کېده، ځانمرګي بريد کوونکي يې له څنګ سره ځان وچووه .

په بريد کې ګلفت حسين هم وژل شوی.

د بريد پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې، خو په تېر کې د دا ډول بريدونو پړه پاکستاني اورپکو پرغاړه اخيستې، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي وو .

وړاندې تېره ورځ پېښور کې د يوه ښونځي مخې ته چاودنه وشوه، چې يو ماشوم پکې ووژل شول او ګڼ نور يې ژوبل کړل .

يوه عيني شاهد خالد خان بي بي ي ته ويلي تر بريد شېبه وړاندې دی له يوه پوليس سره غږېده، چې چاودنه وشوه :

"کله چې زه هلته ورسېدم، پوليس هم راټول شوي ول، چې د لاريون کوونکو مخه ونيسي، د بريد پرمهال هلته تر ۱۰۰ ډېر کسان راغونډ شوي ول."

"ما د پوليسو افسر ته ويل چې د ممکنه بريد مخه ونيسي، ځکه چې په دې ورځو کې بمي چاودنې ډېرې شوې دي، هغه ځواب راکړ چې هېڅ د اندېښنې خبره نه ده، کله چې زه لږ مخکې تر څلورلارې پورې ولاړم، ناڅاپه يو غوړمب شو، که ګورم چې هرځای مړي پراته دي. "

په پاکستان کې د بي بي سي خبريال عليم مقبول وايي ښايي دا بريد د وسله والو طالبانو لخوا شوی وي.

په وروستيو څو ورځو کې پاکستاني اورپکي ورته مرګوني بريدونه وکړل، چې وروستی يې په اورکزو ايجنسۍ کې و، چې پکې تر ۴۰ ډېر کسان ووژل شول.

پاکستاني طالبانو ګواښ کړی و، تر هغه چې د دوی پرضد پوځي عمليات ونه درول شي، دوی به خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

د پاکستان پوځ د اورپکو پرضد پراخه عمليات پيل کړي وو، چې په وينا يې پکې ګڼ اورپکي وژل شوي .

ورته مطالب