افغانستان به د برتانيا د ټاکنو په دويم بحث کې مهمه موضوع وي

 درې واړو مشران
Image caption درې واړه مشران به د پنجشنبه په شپه ( نن ماښام) خپل دويم تلوزيوني بحث کوي چې پر نړيوالو تگلارو پکې پوښتنو ته ځوابونه وايي.

د کاګر ګوند مشر او لومړی وزير ګورډن براون بې له دې چې په تيرو کلونو کې د ده په مشرۍ بهرنۍ تګلاره اغيزمنه وبولي بله لار نه لري.

محافظه کاران هم د کارګر ګوند له ستراتيژيکو هدفونو يا موخو سره ډير توپیر نه لري خو دوی د دفاعي چارو د ادارې په برخه کې پر کارګر ګوند نيوکه کوي او بيلګه يې هم د افغانستان په روانه جګړه کې د پوځي توکو کموالی يادوي.

دوی به د بهرنيو چارود سيستم جوړولو او همغږۍ لپاره ملي امنيتي شورا جوړوي.

خو ليبرال ډيموکراټان د دې خلاف، په نړيوال دريځ کې د برتانيا په رول کې د بيا انډول راوستلو لپاره د بنسټيز بدلون غوښتنه کوي.

او ټينګار کوي چې که څه هم دوی د امريکا سره د نژدې اړيکو خلاف نه دي خو غوښتنه يې دا ده چې په نړيوالو چارو کې د اروپايي ټولنې غږ پياوړی وي.

يوازې ليبرال ديموکراتان د برتانيا د تريدينت نومي اوبتل له کټ مټ ځاى ناستى يا بديل سره مخالفت ښيي ، دغه اوبتل د اتومي وسلو ضد ډال دى .

دا به هم په دې بحث کې يوه لويه موضوع وي.

دا چې په نړيوالو چارو کې د برتانيا د رول لګښتونه به څرنګه پوره کيږي ، دا چې د پوځي ځواکونو وي، که د بهرنيو مرستو د بوديجې خبره او که هره بله برخه / درې واړو کانديدانو ته همدا پوښتنه ډيره سخته ده . له همدوى څخه به بالاخر يو تن راتلونکی لومړی وزير وي.