ناټو افغانانو ته د امنيتي مسووليت سپارلو لارې چارې پلټي

د ناټو د بهرنيو چارو وزيران غونډه
Image caption د دې چارې د ترسره کيدو لپاره د دقيقې نيټې په گوته کول بېله موضوع ده .

ټاکل شوې چې نن ( جمعه د اپريل ٢٣ ) به د ناټو د بهرنيو چارو وزيران او په افغانستان کې د ناټو ملګري د ايستونيا په مرکز تالين کې افغان حکومت ته د امنيتي چارو د مسووليت سپارلو د څرنګوالي پر يوې طرحې سلا شي.

له افغانستان نه د وتلو پر ستراتيژۍ ناټو نه غواړي چې خبرې وشي خو هغه وزيران چې دلته غونډيږي افغان چارواکو ته د امنيتي چارو د مسووليت د سپارلو په برخه کې د نيمگړتياو د پوره کولو په چارو غور کوي .

تمه ده چې دغه وزيران به افغان چارواکو ته په ولايتونو کې د مسووليت د سپارلو لپاره د امنيت ، حکومت دارۍ او پرمختيا په برخه کې پر يو شمير لارښودنو او چارو سره سلا شي .

خو د دې چارې د ترسره کيدو لپاره د دقيقې نيټې په گوته کول بېله موضوع ده .

ولسمشر اوباما له افغانستانه د وتلو پر پروسې خبرې کړي چې د راتلونکي کال په نيمايي کې پيليږي.

خو د ناټو سرمنشي وايي د ځواکونو د وتلو خبره بايد پر شرايطو پورې تړلې وي نه پر يوې ټاکلې نيټې او زياتوي چې اوس هم د افغان حکومت او د افغان ځواکونو د کار په اړه کليدې انديښنې شته.