احمدي نژاد: بنديزونه ناقانونه دي

احمدي نژاد او موګابه
Image caption احمدي نژاد په يوګندا کې له دغه هېواد او زمبابوې سره يو لړ سوداګريزو راکړو ورکړو تړون لاسليک کړ .

ايراني ولسمشر ويلي چې پر هېواد يې د ملګرو ملتونو لخوا هر راز نوي بنديزونه ناقانونه دي، او پر ايران به هېڅ ډول اغېز ونه کړي.

نوموړي ويلي دې نوو بندیزونو ته د امريکا او برتانيا د "ضدي تګلارو" له مخې لمن وهل کېږي.

محمود احمدي نژاد زياتوي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او متحدينو لخوا پر ايران نوي بنديزونه ناقانونه دي "موږ به هېڅ راز فشار ته غاړه کښېنه ږدو او نه به يې ومنو، او هېڅ راز ناقانونه پرېکړې موږ ته د منلو وړ نه دي."

نوموړي ويلي د امريکا ولسمشر بارک اوباما غواړي چې ارو مرو پر ايران نوي بنديزونه ولګوي.

دی زياتوي اوباما د بدلون له شعار سره ولسمشرۍ ته رسېدلی، خو د خپل پخوانی سیال جورج بوش پر تګلاره روان دی چې لاهم د ايراني ولس پرضد پرېکړې کوي چې په وينا يې په دې سره به "خپل مقام کم کړي."

برعکس دپلوماسي

د ايران ولسمشر دا څرګندونې د افريقا يوګندا او زمبابوې هېوادونو ته تر سفر وروسته کړې دي.

نوموړي د تهران د اتومي پروګرام په اړه د زمبابوې د ولسمشر رابرټ موګابه ملاتړ هم خپل کړی دی .

Image caption ويل کېږي چې ښاغلی متکي به د اروپا ځينو نورو هېوادونو ته هم ولاړ شي، چې لاتر اوسه يې د سفر جزييات نه دي په ډاګه شوي.

خو د يوګندا ولسمشر یوري موسيفيني بیا ويلي هېواد يې په امنيت شورا کې غير دايمي دوره يي غړيتوب لري چې لاهمې د ايران د اتومي هڅو په اړه يې څه پرېکړه نه ده کړې .

خو احمدي نژاد په يوګندا کې له دغه هېواد او زمبابوې سره يو لړ سوداګريزو راکړو ورکړو تړون لاسليک کړ .

بل خو د ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي د يکشنبې په ورځ نمسا ته ولاړ، چې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لخوا پر ايران د ممکنه نوو بندیزونو په اړه د دغه هېواد نظر مالوم کړي.

نمسا د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې دوره يي غضويت لري .

د روانې اوونۍ په اوږدو کې به ښاغلی متکي د نړيوالې اتومي انرژۍ له مشر يوکيا امانو سره هم وګوري.

ويل کېږي چې ښاغلی متکي به د اروپا ځينو نورو هېوادونو ته هم ولاړ شي، چې لاتر اوسه يې د سفر جزييات نه دي په ډاګه شوي.

ورته مطالب