د پېغلتوب پرده په پېسو پر ځاى کيږي

ښځې
Image caption ډيرې نجونې نه غواړي چې خپلو جنسي اړيکو څه ووايي ځکه چې د مرگ له گواښ سره مخامخيږي

ځوانې عربې او نورې مسلمانې نجونې د يوۀ ډاکټر په کتنځي کې عملياتو ته منتظره دي چې ژوند ساتونکى او ژوند بدلونکى بلل شوى دى.

دا عمليات دوه زرو يورو لگښت لري ، نه په دوبۍ نه په قاهرې بلکې په اروپا کې ، د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې ترسره کيږي .

دا عمليات د نجونو هغه پرده پر ځاى کوي چې عمومآ د پېغلتوب نخښه بلل کيږي.

په اسيا او عربي نړۍ کې بې شميره نجونې د دغې پردې په نه لرلو حتى د مرگ له گواښ سره مخامخې وي.

پر دوى تور وي چې تر وادۀ وړاندې يې جنسي اړيکي ساتلې ده .

خو اوس ډيرې دغه ډول نجونې عمليات کوي چې دغه پرده يې بيرته پر ځاى شي .

د سونيا قضيه

په پاريس کې يوه عربه نجلۍ چې سونيا نومول شوې وايي تر هغه وروسته چې يې په لومړي ځل جنسي اړيکي ټينگې کړې ويې غوښتل چې ځان ووژني ځکه چې د دې په ټولنه کې تر وادۀ وړاندې دغه ډول کار د شرم وړ و .

دا وايي (( ما ځکه د ځان وژنې فکر کاوۀ چې بله لار مې نه ليدله))

خو سونيا اوس لار وموندله . دا په پاريس کې د ډاکټر مارک ابيکيسيز کتنځي ته لاړه ، عمليات يې وکړ او پرده يې پر ځاى شوه ،

دا وايي د دغه عمليات په باب به هيڅکله په خپلې کورنۍ کې چاته څه ونه وايي او نه به هم خپل راتلونکى خاوند خبر کړي .

سونيا وايي زۀ نه غواړم چې زما د جنسي اړيکو په باب چا ته څه ووايم دا زما شخصي ژوند دى خو سړي دي چې ښځې اړ باسي چې پر دغو اړيکو يې ورته ووايي او معلومه کړي چې څه يې کړي که نه .

ډاکټر مارک لبيکيسيز په پاريس کې د اوونۍ درې دغه ډول عمليات کوي .

پر دغو عملياتو ټول ټال ديرش دقيقې لگيږي او ناروغ پر عادي بې حسۍ دا عمليات زغملى شي .

ډاکټر وايي د دۀ د ناروغانو اوسط عمر پنځه ويشت کاله وي.

دغه عمليات په نوره نړۍ کې هم کيږي خو ډاکټر ابيکيسيز يوازينى عرب ډاکټر دى چې نه ويازې دا کار کوي بلکې په ښکاره هم پرې خبرې کوي .

په بازار کې اوس د دغې ستونزې د هواري نورې لارې هم شته چې عملياتو ته هم اړتيا نه لري .

يو شرکت وايي دوى داسې پرده او نقلي وينه چمتو کړې چې که د ښځو په پرده ځاى کې کېښوول شي نو د شرکت په وينا له جنسي اړيکو وروسته وينه بهوي او د پېغلتوب يا نه پېغلتوب لانجه هواروي .

لبنانۍ ندا

د لبنان اوسيدونکې ندا بيا وايي چې دې درملنه نه غوښته .

دا د لبنان په کليوالي سيمو کې اوسيده په کم عمر د مينې په تار وتړل شوه او له خپل مين سره يې جنسي اړيکي ټينگې کړې .

ندا وايي دا ډاريده چې کورنۍ يې خبره نه شي ، د دې کورنۍ نه غوښتل چې دا له همدغه هلک سره وادۀ وکړي .

ندا په دې فکر کې وشوه چې بايد ځان ووژني .

د دې د مين کورنۍ هم په دې فکر کې وه چې هلک ته بله نجلۍ پيدا کړي .

ندا د ځان وژلو هڅه وکړه . خو ژوندۍ پاتې شوه .

کنترول

ندا اوس څلوېښت کلنه ده او شپږ کاله وړاندې په دې خبره شوه چې د دغې پرې شوې پردې د بيا رغولو درملنه شته .

خو ندا بې له دې چې درملنه وکړي وادۀ وکړ او ويي په هغه شپه يې وژړل ، وډاره شوه چې وبه يې وژني خو خاوند يې پرې شک ونه کړ .

شيخ محمد حباش د سوريې يو مذهبي عالم دى . دى وايي د وادۀ په شپه د وينې مساله شرعي نه ده بلکې د خلکو دود دستور دى .

عربه ليکواله او شننونکې ثنا الخياط وايي د پردې او وينې مسالې تر ډيره د سړو له خوا پر ښځو د کنترول خبره ده . دا وايي :

(( که نجلۍ پيغله وي دا نه شي کولى چې خپل خاوند له بل سړي سره پرتله وکړي . که چيرې دې بل سړى ليدلى وي نو بيا به يې په جنسي اړيکو کې تجربه لرلې. ))

ورته مطالب