عمر البشير د سوډان د ټاکنو ګټونکی اعلان شو

عمر البشير
Image caption ښاغلي البشير په تېرو ټاکنو کې 6.901.694 رايې خپلې کړې، په دې مانا چې په سلو کې يې ۶۸ رايې ګټلې دي.

د سوډان ولسمشر عمر البشير ددې مياشتې د ولسمشريزو ټاکنو گټونکى اعلان شوى دى.

دا په ۲۵ کلو کې ددغه هېواد لومړنۍ گڼ گونديزې ټاکنې وې.

ډېرې ادعاوې په رايو کې د لاس وهنې خبره کوي.

په نيمه خپلواکه جنوبي سيمه کې ولسمشري سالوا کيئر گټلې چې په پلوۍ يې په سلو کې څه له پاسه ٩٠ رايې اچول شوې دي.

دې ټاکنو په بله جنورۍ کې د جنوب د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنې ته لار پرانستله.

ښاغلي البشير ويلي چې خپله بريا به ولمانځي.

دا په سوډاني ټاکنو کې د عمرالبشير دويم ځل ټاکل کېدل دي.

د سوډان ملي واکمن ګوند ويلي د ښاغلي البشير بریاليتوب د نړيوالو جنايي محکمې لپاره يو سخت ځواب دی.

نړيوالې محکمې تېر کال پر ښاغلي البشیر تور لګولی و، چې ګني په دارفور کې د ډله ييزې وژنې او جنګي جرمونو پړه د هغه پر غاړه ده.

Image caption که څه هم د سوډان له ټاکنو ګڼ کانديدان ووتل، خو د ټاکنو کميسيون ويلي چې دغو ټاکنو ته ۱۲ کانديدان ولاړ ول .

د سوډان د ټاکنو ملي کميسيون عمر البشير ته د برياليتوب مبارکي ويلې ده .

ښاغلي البشير په تېرو ټاکنو کې 6.901.694 رايې خپلې کړې، په دې مانا چې په سلو کې يې ۶۸ رايې ګټلې دي.

په دغو ټاکنو کې تر ۱۶ ميليون ډېرو خلکو ګډون کړی و.

او د سوډان په جنوب کې بیا د ولسي حرکت د ګوند مشر سلفاکير ميارديت 2.193.826 رايې ګټلې، چې په جنوب کې د ټولو اچول شوو رايو نژدې ۹۳ فيصدي جوړوي.

که څه هم د سوډان له ټاکنو ګڼ کانديدان ووتل، خو د ټاکنو کميسيون ويلي چې دغو ټاکنو ته ۱۲ کانديدان ولاړ ول .

ورته مطالب