د امريکا ولسي جرګه د افغانستان د جګړې څرګند انځور غواړي

امريکايي عسکر په افغانستان کې
Image caption پردې سربېره چې د ډموکراتانو ګڼ شمېر غړي د جګړې لګښت او هلو ځلو ته نه د مخه او نه اوس هيلمن دي خو بارک اوباما تېر ژمی د افغانستان جنګ ته د ۳۰ زره نورو ځواکونو د استولو اعلان وکړ.

د امريکا ولسي جرګه له سپينې ماڼۍ څخه په افغانستان او پاکستان کې د برياوو څرګند انځور غواړي.

د امريکا ولسي جرګې ته دا د افغانستان د جګړې په اړه د ښاغلي اوباما لومړی راپور دی چې له نهيلۍ ډک بلل شوی دی.

د امريکا د ولسي جرګې سرچينې وايي چې راپور ځکه د امريکا د ګانګرس له ډېر ساړه غبرګون سره مخامخ شو چې دلايل يې لږ او د نه منلو دي.

بارک اوبا په تېره ميلادي مياشت سپتمبر کې افغانستان او پاکستان کې د جنګياليو د ماتولو او د دې دواړو هېوادونو په حکومتونو د غلا او بډو پر ضد د ګامونو د اخيستلو ژمنې کړې وې.

محرمه ارزونه

له دې کاره د امريکا د حکومت موخه د نوي لښکرکښۍ په باب د ولسي جرګې بې باوري ايستل کول و. خو د جمهوري غوښتونکو استازو د راپور مالومات ډېر سرسرکي او ناکافي بللي دي.

په سيمه کې د امريکايي مقصدونو د پرمختګ دغه سرکاري او محرمه ارزونه د امريکا د ولسي جرګې مهمو ډلو ته د رواني ميلادي مياشت پر لومړۍ ور استول شوې وه.

د ولسي جرګې هغه سرچينې چې دغه ارزونه یې تر نظر تېره کړې وايي چې د امريکا حکومت د ډيورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د پوځي او امنيتي برياوو په باره کې يو نامالومه او خړ انځور وړاندې کړی او په دواړو حکومتونو کې د غلا او بډو دکمولو ښکاره دلايل نه دي پکې ويل شوي.

Image caption تېره چهارشنبه د امريکا د ورجينيا ايالت د مېرين پوهنتون په يوه غونډه کې ګڼ شمېر امريکايي نظامي چارواکو د افغانستان په جګړه کې امريکايي لښکرو ته د سختو ورځو د راتګ خبرداری ورکړ.

په ولسي جرګه کې ډموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ډلو دواړو د راپور مالومات د نهيلۍ وړ بللي او له سپينې ماڼۍ يې غوښتي چې د لښکر کښۍ د ګټلو برياوو او د حساسو مالوماتو سم دم ښکاره انځور به ورکوي.

پردې سربېره چې د ډموکراتانو ګڼ شمېر غړي د جګړې لګښت او هلو ځلو ته نه د مخه او نه اوس هيلمن دي خو بارک اوباما تېر ژمی د افغانستان جنګ ته د ۳۰ زره نورو ځواکونو د استولو اعلان وکړ.

که څه هم ځينې امريکايي جنرالان د افغانستان په جګړه کې برياوې يادوي، خو ګڼ شمېر غربي څېړونکي دغه خبره اوس هم د افغان پوليسو د روزلو او د کرزي له فساده ډک حکومت د ستونزو په ترڅ کې د جنګياليو د ماتولو وخت ډېر وختي بولي.

يا ده دې وي چې تېره چهارشنبه د امريکا د ورجينيا ايالت د مېرين پوهنتون په يوه غونډه کې ګڼ شمېر امريکايي نظامي چارواکو د افغانستان په جګړه کې امريکايي لښکرو ته د سختو ورځو د راتګ خبرداری ورکړ.

دغو نظامي چارواکو په افغانستان کي د ناوړه او فاسد حکومت پړه پر هغو ټولو غربي حکومتونو هم واچوله چې د افغانستان په جګړه کي د امريکا جنګي ملګري دي.

وويل شول چې د افغانستان په اته کلنه جګړه کې د ښې حکومتوالۍ او پوليسو د روزلو لپاره په حقيقت کې هېڅ هم نه دي شوي.