امريکا: ولسمشر احمدي نژاد را څخه د وېزې غوښتنه کړې

ښاغلی احمدي نژاد
Image caption په دوديز ډول د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ايراني ولسمشر محمود احمدي نژاد ګډون له ناندريو سره ملګری وي .

امريکا وايي ايراني ولسمشر محمود احمدي نژاد ورڅخه غوښتي چې د اټومي وسلو د مخنيوي تړون د بيا ارزونې په کنفرانس کې د ګدون لپاره ويزه ورکړي .

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې سوزان رايس د چهارشنبې پر ورځ د ښاغلي احمدي نژاد، د غوښتنې پخلی وکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند پي جي کراولي هم ويلي چې امريکا به د نيويارک په کنفرانس کې د ښاغلي احمدي نژاد د ګډون خنډ نه شي .

د اټومي وسلو د مخنيوي تړون د بيا ارزونې کنفرانس به راتلونکې دوشنبه د په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پيل شي چې ددغه تړون شاوخوا 130 غړي به پکې ګډون وکړي او د تړون په تړاو به نوي وړانديزونه وکړي .

د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې د بي بي سي خبريال وايي چې د ملګرو ملتونو اړوندو غونډو کې د ګډون لپاره د وېزې غوښتنې ډېرې لږې ردېدای شي.

داسې ښکاري چې ښاغلی احمدي نژاد به په دغه کنفرانس کې د ايراني پلاوي مشري پخپله وکړي .

ايران تر دې مهاله ددغه خبر پخلی نه دی کړی .

د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ايراني ولسمشر ګډون په دوديز ډول ناندريز وي .

تېر کال محمود احمدي نژاد په نيويارک د يو شمېر مخالفو ډلو له غبرګون سره مخامخ شو چې ده ته يې پخپلو شعارونو کې ديکتاتور وايه او په ټاکنو کې يې په درغليو پړ باله.

خو ښاغلی احمدي نژاد دغه تورونه، نه مني .