ولسمشر اوباما د تويو شويو تېلو تاوان جاجوي

تېل
Image caption دا هغه بريتانيايی شرکت دی چې امريکا يې د مکسيکو په خليج د تېلو د خورېدو له کبله ګرم بولي .

ولسمشر بارک اوباما نن د مکسيکو په خليج کې د تېلو د بهېدلو د پېښي د تاوان د جاجولو په موخه د لوزيانا ايالت ته روان دی.

ويل کېږي دا به د امريکا د ولسمشر لپاره د تاوان يوه بې ساري پېښه وي چې هغه يې پخپلو سترګو ويني .

ښاغلي اوباما د مکسيکو په خليج کې د تېلو دتوېيدلو د پېښي په مخنيوي کې د پاتې راتللو له امله پر انګرېزي شرکت ‌بي پي ښکاره او کلکې نيوکې کړې دي.

د امريکا د کورني امنيت وزيرهم له دغه شرکت څخه د ژر اوځانګړو ګامونو د اخيستلو غوښتنه کړې.

خو ځيني خلک بيا په دغې پېښه کې پر امريکايي چارواکو هم پړه ور اچوي چې سمدستي يې ګام نه دی اخيستی.

ددغه هېواد دکورني امنيت وزارت هغه وخت دغه پېښه په ملي کچه پاموړ وبلله چې د بهېدونکو تېلو ديوې ورځې تاوان پېنځه زره بېرله اټکل شو.

له دغې څا څخه تېل د سمندر ډېرو برخو ته بهېدلي چې اوس د لوزيانا ايالت د درياب غاړو ته هم پر رارسېدو دي.

بهېدونکو تېلو پر لوزيانا ايالت سربېره درې نور ايالتونه يې هم له ګواښ مخامخ کړي دي.

په ميسي سي پي او الاباما کې هم د لوزيانا او فلوريډا په ډول بېړنی حالت اعلان شوی دی.

دبي پي په نامه انګرېزي شرکت ادعا کړې چې په دغې پېښه کې د دوی هره ورځ تر شپږ ميليونه زيات ډالر تاوان کېږي چې وروستی ارزښت يې د دوی په وينا ميلياردونو ته رسېدلای شي.

د شرکت يوه وياند انډريو ګوورز وويل چې د تيلو د کابو کولو يوه برخه کار بل شرکت ته په ټېکه ورکول شوی و.

ده وويل دا دسمندري ځواکونو بې ساري لوی عمليات دي چې د ځمکې او هوا له لارې ۷۶ بېړۍ او پېنځه الوتکي د تويو شويو تېلو د اغېزې په کمولوبوخت دي او په زرګونو کسان ساحل ته نژدې او لري د ژغورنې کارونو مټ رابډ وهلې دي.

دبي پي د پلټني ليکلې کړنلاره چې پروسږ کال امريکايي چارواکو ته سپارل شوې وه ددغسې يوې لويي پېښي شونتيا له اټکل څخه لري بللې وه چې هغه دې دسمندر کبانو او نورو ژويو ته لا تاوان ورسوي.

په ليکلي سند کې ډاډ ورکړل شوی و، چې بي پي په يوازي سر د هر ټکر يا بدې پېښې مخنيوی کولای شي.

لوزيانا هغه ايالت دی چې امريکا ته دکبانو ډېري غوښي برابروي او پردې سربېره دغه ايالت د بېلابېلو نسلونود مرغانو بډای ټاټوبی بلل کېږي.

د دغه هېواد د کبانو او ځنګلي ژويو د چارو، چارواکو خبرداری ورکړی چې کېدای شي تېل د ځنګلي او سمندري ژويو شل روزنځايونه لاندې کړي.

چارواکي وايي په دغې سيمه کې تېزباد او ناسمې هوا هم دا اټکل ګران کړی چې تېل به نور لا څونه پرمخ ولاړ شي.

خو يوې ادارې ويلي چې شونې ده تېل تر دوشنبې پوري ميسي سي پي، الاباما او فلوريډا ته هم ورسېږي.