بريتانيا: رای شمېرنه روانه ده او پايلې لا نه دې معلومې

د بريتانيا د لويو ګوندونو مشران
Image caption د بريتانيا د ټاکنو رای شمېرنه لا روانه او تر اوسه پورې سمه معلومه نه ده چې څوک به ډېرې رايې وګټي؟

د بريتانيا د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پايلې ښيي چې محافظه کار ګوند تر نورو مخکې دی .

دوی د کارګر او لېبرال ډېموکرات دواړو ګوندونو ځينې څوکۍ خپلې کړې دي، خو لومړنۍ نښې ښيي چې اکثريت به پوره نشي کړای.

د پارلمان د۶۴۹ څوکيو لپاره څه د پاسه ۴ زره کانديدان په سياليو اخته ول او د هېواد په ۶۵۰ انتخاباتي حوزو کې رايه ورکونه روانه وه.

بايد د رايو مرکزونه پر ۱۰ بجو تړل شوي وای خوپه ځينوځايونو کې ځينو خلکو ونه شو کړای چې رايې ورکړي اوهمداسې بې برخې پاتې شول.

د ټاکنوکمېسيون وايي په دې اړه به پلټنه کوي چې ولې د دريو لويو ګوندونو مشران په خپلوانتخاباتي حوزوکې ول.

د کارګر ګوند مشر ګوردن براون ، د محافظه کار ګوند مشر ډېوېډ کامران او د لېبرال ډېموکرات ګوند مشر نېک کلېګ ټول بېګا په هغوسيموکې ول ، چې د رايه ورکوونکو رايې يې پکې ګټلې دي.

څوک به يې وګټي؟

تر ټاکنو لږ مخکې نظر پوښتنو وښودله چې محافظه کاران مخکې دي ، يانې ۳۰۷ څوکۍ ، کارګر ګوند ۲۵۵ ، لېبرال ډېموکراتانو۵۹ څوکۍ او نورو ګوندونو ۲۹ څوکۍ ګټلې دي.

د سياستوالو او کار پوهانو په باور دا کولی شي په بريتانيا کې ځوړند يامعلق پارلمان رامنځ ته کړي چې يو ګوند به هم پکې اکثريت نه لري.

نظرپوښتنې ښووله، چې محافظه کاران به داکثريت لپاره ۱۹ څوکيو ته اړتيا ولري.

دوی د کارګر ګوند سختې ماتې ته انتظار ايست.

نظر پوښتنې دا هم وښووله چې لېبرال ډېموکراتان ښه نه و ځلېدلي.

خودرايود مرکزونو تر تړلو يوساعت وروسته په يوه مرکز کې شمېرل شوې رايې د کارګر ګوند په ګټه وې.

د انګلستان د شمال سوندرلند د سيمې د يوه انتخاباتي مرکز لومړنۍ پايله د کارګر ګوند په ګټه وه.

په بريتانيا کې په دوديز ډول ځينې سيمې يوه يابل ګوند ته رايه ورکوي خو په اوسنيو ټاکنوکې څو انتخاباتي حوزې له کارګرګونده محافظه کارانو ته ور اوښتې دي.

د کارګر ګوند يوه لوړ پوړي غړي او د کورنيو چارو پخواني وزير ډېويډ بلانکيت وويل: ((د هغو مرکزونو د رايو په بدلون سره چې پخوا د کارګر ګوند پلويان ول او اوس يې محافظه کارانو ته رايه ورکړې ، کېدای شي کارګر ګوند ټاکنې وبايلي.

ددې ويل لا بېخی وختي دي، خو بدلېدونکو انتخاباتي حوزو ته په پام سره ، کېدای شي چې محافظه کاران يې وګټي.

تاسې پوهېږیء چې په ۱۹۹۲ کال کې همداسې څه رامنځ ته شول خو ورسته معلومه شوه چې کيسه بل ډول وه. نو موږ بايد انتظار وکړو چې وروستۍ نتېجه به څه وي؟))

ګورډن براون د ۲۰۰۷ کال په جون کې لومړی وزيرشو. تر هغه وړاندې دده ملګری لومړی وزير ټوني بلير دوه ځلې په ټاکنوکې پرله پسې د لومړي وزارت څوکۍ ته رسېدلی و.

لومړی وزير په خپله پلرنۍ سيمه سکاټلنډ کې بيا ولسي جرګې ته بريالی شوی او تر نورو کانديدانو يې ډېرې څوکۍ ګټلې دي .

دی له همدغې سيمې څخه پخوا هم ولسي جرګې ته راغلی و.

د محافظه کار ګوند مشر ډېويډ کامران له اروپا سره ديوځای کېدوپلوی نه دی اودليل يې دادی چې دی غښتلی پونډ او خپلواکه بهرنۍ تګلاره غواړي.

ډېوېډ کامران هم د انګلستان په ختيځ کې په اسانۍ څوکۍ وګټله او د خپل بري په وينا کې يې وويل چې کارګرګوند نور نو د حکومت چلوونې واک نه لري: (( زه باور لرم ، دا اوس روښانه ده چې کارګر ګوند د هېواد د اداره کوونې واک له لاسه ورکړی دی. که څه هم پوره پايلې نه دي معلومې خو موږ بايدپرخپل انتخاباتي کمپاين ووياړو. ))

په داسې حال کې چې د ټاکنولومړنۍ پايلې د معلومېدو په حال کې وې، په ځينوخبرونوکې راغلل چې لومړی وزيرګوردن براون د ايتلاف د جوړولو په لټه کې دی،خووروسته د هغه وياند داريپوټونه ردکړل.

اقتصادي مسلې

په ټاکنيزو منډو ترړو کې اقتصاد وتلی ځای لاره او د ګټونکي ګوند لپاره به لويه ننګونه هم اقتصاد وي .

تر اوږدو کلونو وروسته کانديدان څنګ ترڅنګ روان وو او ترمنځ يې واټن ډېرکم و.

د ايرلنډ لومړی وزير پېټر رابينسن چې د اتحاد غوښتونکي ګوند مشردی خپله څوکۍ وبايلله. دده ګوند له بريتانيا سره د ايرلنډ د يوځای کولو پلوي کوي او له کارګر ګوند سره نژدې دی.

د بريتانيا د ټاکنو په اړه د ځينو ورځپاڼو عنوانونه داسې دي:

انډيپنډينټ ليکي: بريتانيايان ټاکنو ته ورځي خوځينې کسان رايه نه شي ورکولای. ټلګراف د رای ورکولو د مرکزونود تړلوپه درشل کې د نظرپوښتنې په حواله ليکي: کامرون د بري پر لورروان دی.

اوګارډين ليکي: براون ځان ټينګوي په داسې حال کې چې مخالفين دحکومت کوونې واک ترلاسه کوي.

د اساسي قانون له مخې که ځوړنديامعلق پارلمان رامنځ ته کېږي يانې هېڅوک پکې پوره اکثريت ونه لری نواوسنی لومړی وزير کولی شی له نوروګوندونوسره ايتلاف جوړکړي.