د بريتانيا د دريو مخکښو ګوندونو د مشرانو لنډ ژوندليکونه

Image caption ښاغلي براون د 2007 کال په جون کې د بريتانيا لومړی وزير شو او تر هغه پخوا يې لس کاله ددغه هېواد د ماليې د وزير په توګه کار کړی دی.

د بريتانيا د دريو مخکښو ګوندونو د مشرانو لنډ ژوندليکونه

د کارګر ګوند مشر ګورډن براون:

گورډن براون د ٢٠٠٧ کال له جون راهيسې چې ټوني بلير د لومړي وزارت څوکۍ پرېښوده، د بريتانيا مشر و.

دى د ماليې پر وزارت د لس کلن کار پر مهال خورا مرموز بلل کېده چې د کال دوه ځله، يوازې د بودجې د وړاندې کولو لپاره ولسي جرگې ته غږېده.

ده ويل خپلې مېرمنې سارا ته يې د کوژدې گوتمۍ له دې وېرې وانخيسته چې مطبوعات پرې خبر نشي.

د خپل زوى تصوير هم خپرېدو ته نه پرېږدي او له ژورنالستانو سره د خپل سلف- ټوني بلير پر خلاف چې په و رين تندي غږېده، بېخي ترينگلى وي.

دى ٥٩ کلن دى او د سکاټلند د مرکز – ايدنبره شمال پلو د کېرکالډي په ساحلي ښار کې ستر شوى دى.

په پوهنتون کې يې تاريخ لوستى او له سپورت سره يې سخته مينه ده. په ځوانۍ کې د رگبي لوبې په يوه سيالۍ کې يې د يوې سترگې نظر له منځه ولاړ.

يو څه وخت يې ټلويزيوني خبريالي او استادي هم کړې او په ١٩٨٣ کال کې د لومړي ځل لپاره د کارگر گوند له خوا د پارلمان غړيتوب ته ورسېد.

په ١٩٩٤ کال کې د کارگر گوند د مشر جان سمېت تر ناڅاپي مړينې وروسته، د ټولو اټکل دا و چې گورډن براون به يې ځاى نيسي، خو د يوې موافقې له مخې يې دغه کار ټوني بلير ته پرېښود، په دې شرط چې وروسته مشري بېرته ده ته وسپاري.

دغه کار د دواړو ترمنځ تر اوږده کړکېچ وروسته په ٢٠٠٧ کال کې وشو او گورډن براون د صدارت څوکۍ ته ورسېد.

د محافظه کار ګوند مشر ډېويډ کامران:

Image caption ښاغلی کامران په 2001 کال کې د بريتانيا د ولسي جرګې غړی شو او په 2005 کال د دغه هېواد د محافظه کار ګوند مشري ته غوره شو.

ډېويډ کامران د ١٩٦٦ کال د اکټوبر پر نهمه په لندن کې زېږېدلى خو نيوبرى ته نژدې ستر شوى دى.

په آکسفورد پوهنتون کې يې فلسفه، سياست او اقتصاد لوستي دي.

لومړنى سياسي کار يې په ١٩٨٨ کال کې د محافظه کار گوند د پلټنې په څانگه کې پيل کړ .

دوو صدراعظمانو – مارگريټ ټاچر او جان ميجر ته يې ويناوې ليکلې او په پارلمان کې يې له مخالف گوند سره د مخامخ کېدو لپاره له هغوى سره په چمتووالي کې مرسته کوله.

لومړى ځل په ٢٠٠١ کال کې د آکسفورډ له سيمې څخه ولسي جرگې ته وټاکل شو.

په ٢٠٠٥ کال کې د محافظه کار گوندمشرتابه ته په دې هيله وگومارل شو چې کم عمر به يې محافظه کار گوند ته چې دغه مهال د مشرتابه له خورا سخت بحران سره مخامخ و، د هيواد د ځوانو وگړو د راکښلو سبب شي.

کامران يوه لور او يو زوى لري او مشر زوى يې چې معيوب و، دوه کاله د مخه مړ شو.

د لېبرال ډېموکرات ګوند مشر نېک کلېگ:

Image caption نېک کلېګ په 2007 کال کې د لېبرال ډېموکرات ګوند مشر شوی دی .

نېک کلېگ ٤٣ کاله عمر لري چې د دريو لويو گوندونو په مشرانو کې تر ټولو کشر دى.

د کيبمرېج پوهنتون يې لوستى، په گڼو بهرنيو ژبو پوهېږي او يو څه موده يې د ژورنالست په توگه هم کار کړى دى.

په ٢٠٠٧ کال کې د لېبرال ډيموکرات گوند مشرتابه ته غوره شو.

په دوو موضوعگانو کې د برتانيا د جگپوړو سياستوالو له دوديزې لارې کوږ شوى دى: يو دا چې تر دېرشو له ډېرو ښځو سره يو ځاى شوى او بل دا چې پر خداى دومره عقيده نه لري.

مېرمن يې مريم گونزالېس اسپانوۍ او د سوداگريزو چارو حقوقي وکيله ده.

نېک کلېگ په ١٩٩٩ کال کې په لومړي ځل د اروپايي پارلمان غړيتوب ته غوره شو.

په اروپايي پارلمان کې يې تر پنځه کلن کار وروسته استعفى وکړه، خو ژر په ٢٠٠٥ کال کې د برتانيا د پارلمان غړى شو.

نېک کلېگ د لېبرال ډېموکرات گوند د مشر په توگه د پارلماني ټاکنو لپاره د هلو ځلو پر مهال د کارگر او محافظه کار گوند له مشرانو سره په دريو ټلوېزيوني مناظرو کې گډون وکړ او خورا ښه وځلېده.