مراکش : ۵ زره کلنه لرغونې هديره کشف شوه

په مراکش کې د لرغونو انسانانو هډوکي
Image caption په رباط کې د ملي انېستېتيو لرغونپوه استاد يوسف بوکبوط د مراکش خبري رسنيو ته ویلي د دې هديرې کشفول د هغې پلټنې هڅه ده چې به ۲۰۰۵ کال کې په دې سيمه کې پيل شوې وه.

په مراکش کې څېړونکو يوه پنځه زره کلنه لرغونې هديره کشف کړې ده .

دوی وايي دا هديره د مراکش په لوېديځ کې له پلازمنې رباط څخه ۸۰ کيلومتره ختيځ لوري ته پرته ده .

د څېړونکو په خبره پر دغه هديره د حجري او برونزي پېرونو لړۍ تېره شوې ده.

ويل کېږي هديره د د خميسات ښارګوټي ته څېرمه په يوه لرغوني لوی غار کې موندل شوې.

په هديره کې د انسانانو د هډوکو شپږ ډېر لوی هيکلونه او د څارويو له هډوکو جوړ مصنوعي توکي موندل شوي.

سربېره پردې د قبرونو په منځ کې ځينې خاورين لوښي هم پيدا شوي.

په رباط کې د ملي انېستېتيو لرغونپوه استاد يوسف بوکبوط د مراکش خبري رسنيو ته ویلي د دې هديرې کشفول د هغې پلټنې هڅه ده چې به ۲۰۰۵ کال کې په دې سيمه کې پيل شوې وه.

ښاغلی بوکبوط زياتوي: "د افريقا په شمال کې دغه تاريخي اثر موندل په خپل ډول کې بې ساری دی، دا ځکه چې د لویو ونو لرونکو انسانانو هډوکي (کومبانيفورم) پکې موندل شوي دي."

"ايبريايي کولتور"

دی وايي : "دغه تمدن د ايبريا په ټاپو کې ډېر پرمختګ کړی و، چې پر لوېديځه اروپا او المغرب يې ډېره سيوری غوړولی و."

دی وايي د دې لرغونې هديرې په کشف سره دا جوته شوه، چې د حجري او برونزي پېړيو په منځ کې په استراليا او لاتينه امريکا کې لومړنيو انسانانو په څه ډول خپل مړي خښول او ديني مراسم يې ترسره کول.

بوکبوط زياتوي چې له دغو دودونو يو هم "له مړي سره د سور رنګه توکي خښول وو، چې له مرګه وروسته په ژوند د دوی د عقيدې ښکارندويي يې کوله، او د دوی په باور سور رنګ هغه څه دي چې مړی د بېرته ژوندي کېدو پرمهال د وينې د اړتيا پروخت ضرورت ورته لري، دوی به قبرونو ته نژدې اوروته هم بلول، چې ګني له دې سره د مړو روح پاکېږي، همدارنګه د مړو پر سينو او سرونو به يې ډبرينې مېچنې (ژرندې) هم اېښودې."

دغه المغربي څېړونکي ويلي پلټونکې دلې د ځينو هغو حيواناتو هډوکي هم موندلي، چې په شمالي افريقا کې تر اوسه نه دي تر سترګو شوي، لکه سوربخن ييږ، د طور له نسله وحشي غوا، او بوبال (هندي مېښه)، پړانګ او داسې نور.

۲۶ لرغونې سيمې

بوکبوط وايي پلټونکې ډلې ځينې معدني او له مسو او برونزو جوړ شوي توکي موندلي چې ترڅنګ يې د حيواناتو له هډوکو جوړ شيان هم کشف کړي دي.

دی وايي چې دغه توکي به پرته له ترميم کولو پرته په موزيمونو کې کېښودل شي، دا ځکه چې په طبيعي مناسبو ځايونو او ظروفو کې پيدا شوي، او د پنځو زرکلونو په اوږدو کې نه دي خراب شوي.

په ياده سيمه کې ۲۶ نورې داسې سيمې هم شته، چې ويل کېږي ډېر لرغوني توکي به يې په زړه کې خښ وي .