فلسطيني مشرتابه له اسراييلو سره نامخامخ خبرې کوي

ټېم فرانکز له بيت المقدس نه

جورج ميچل او محمود عباس
Image caption د فلسطيني مشرتابه له خوا دا پرېکړه په اتلسو مياشتو کې له اسراييلو سره د لومړنيو رسمي خبرد پيل مانا لري.

په لوېديځه غاړه کې فلسطيني مشرتابه له اسراييلو سره د نامخامخ خبرو د پيل موافقه وکړه.

دا پرېکړه په رام الله کې د فلسطين د آزادۍ غورځنگ اجراييه جرگه گۍ وکړه. د خبرو منځگړيتوب به د امريکا د ځانگړي استازي جورج مېچل پر غاړه وي او ټاکل شوې ده چې ژر پيل شي.

د فلسطيني مشرتابه له خوا دا پرېکړه په اتلسو مياشتو کې له اسراييلو سره د لومړنيو رسمي خبرد پيل مانا لري.

خو خبرې پر داسې يوه مهال پيلېږي چې هرې خواته يو پر بل د بې باورۍ لړې خپرې دي.

فلسطينيان تر هغو له اسراييلو سره مخامخ خبرو ته نه کېني چې هغوى په نيول شوې خاوره کې د يهودي ناقلينو په سيمو کې د نويو ودانيو جوړولو ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې د ورته نامخامخ خبرو د پيل هڅې په مارچ کې هغه مهال له خنډ سره مخامخ شوې چې اسراييلو وويل په ختيځ بيت المقدس کې به يهودو ته د نورو ١٦٠٠ کورونو د جوړولو پلان پلى کړى.

اسراييلو له خپله لوري په لوېديځه غاړه کې د ودانيو پر جوړولو د موقتي بنديز وړانديز وکړ او ويې ويل غواړي مخامخ خبرې تر وسه وسه ژر پيل کړي.

خو د دواړو لورو نظريې خورا سره توپير لري، نه يوازې د اسراييلو تر څنگه د يوه فلسطيني دولت د جوړښت او ځوک په تړاو، بلکه آن په دې اړه هم چې د خبرو په لومړي پړوا کې دې پر کومو شيانو بحث وشي.

په اسراييلو کې ډېر داسې وگړي شته چې وايي فلسطينيان خبرو ته صادق نه دي او يوازې غواړي چې امريکاييان داسې يو حل وتپي چې د هغوى غوښتنې پوره کولى شي.

دوى دا خبره هم کوي چې فلسطيني دولت ته بېله شوې ځمکه، په دوو برخو ويشل شوې، يوه يې لوېديځه غاړه ده چې د فلسطين د ولسمشر محمود عباس په واک کې ده او بله يې د غزې تړانگه ده چې د حماس اسلامي غورځنگ پرې، چې له سوله ييز بهير سره مخالفت کوي، واک چلوي.

فلسطينيان – بيا- پر دې باور دي چې د اسراييلو ښي لاسى حکومت اصلاً د فلسطيني دولت له نظريې څخه ډېر لېرې دى او يوازې غواړي چې خبرې بې نتيجې د اوږدو کلونو لپاره همداسې غزېدلې پاتې شي.

ورته مطالب