امريکا: د نيويارک په وروستۍ ناکامه بمي هڅه کې پاکستاني طالبان ښکېل وو

مادلين موريس، له واشنگټنه

فيصل شهزاد
Image caption فيصل شهزاد په خټه پاکستانى امريکايى دى چې د سه شنبې په ورځ چې کله يې له امريکا نه د تېښتې هڅه کوله، ونيول شو.

د امريکا لوى څارنوال اېرېک هولډر وايي حکومت يې اسناد لري چې د نيويارک د ټايمز ډگر د تېرې اوونۍ په ناکام موټر بم کې پاکستاني طالبانو لاس درلود.

امريکا مخکې ددغې ډلې ادعا چې ويلي وو بريد دوى سمبال کړى و، بې بنسټه بللې وه.

که چېرې ثابته شي نو دا به لومړى ځل وي چې پاکستاني طالبان دننه د امريکا په خاوره کې ترهگرې دسيسې ته لاس اچوي.

امريکا د لومړي ځل لپاره پاکستاني طالبان د تېرې شنبې په ورځ په ټايمز ډگر کې د بم چولو له هڅې سره غوټه کړي دي.

لوى څارنوال ايريک هولډر دا خبرې پر اې بي سي ټلوېزيون کولې.

فيصل شهزاد په خټه پاکستانى امريکايى دى چې د سه شنبې په ورځ چې کله يې له امريکا نه د تېښتې هڅه کوله، ونيول شو.

ښاغلى شهزاد تر اوسه يواځينى کس دى چې د بم چولو ددغې هڅې په تړاو رسمي تورنېږي.

دى له پلټنې سره همکاري کوي او د خبرونو له مخې يې ويلي چې د بم جوړونې په چاره کې پاکستاني طالبانو روزنه ورکړې وه.

کله چې دغې ډلې په لومړي سر کې وويل چې د ټايمز ډگر په بمي پېښه کې د دوى لاس و، چارواکو يې خبرې بې بنسټه وبللې، ويل يې چې هغوى مخکې هېڅکله هم د امريکا په خاوره کې د څه کولو هڅه نده کړې. لوى څارنوال وايي چې امريکا اوس خپل دغه نظر اړولى دى:

''موږ هېڅ داسې فکر نه کاوه چې هغوی يانې پاکستاني طالبان د دې وړتیا لري، او په دې نظر هم نه وو چې ګواکي هرو مرو دې دا د هغوی مقصد وي، خو د شهزاد له پېښې سره مو وليدل، چې هغوی نه يوازې د بريدونو مقصد لري، بلکې وړتيا يې هم لري، له همدې امله د ترهګرۍ پرضد جګړه کې دې نور پام هم ځانته اړولی دی.''

داسې برېښي چې د ټايمز په څلور لاره کې د بم ايښودنې او پاکستان ترمنځ څرگند تړاو شته، خو لوى څارنوال هولډر وايي ددې مانا هرومرو دا نده چې د پاکستان حکومت دې له دې هڅې خبر وي:

''داسې کومې نښې نشته چې د پاکستان حکومت دې د شهراز فیصل له پلانونو يا له دې څخه خبر وو چې پاکستاني طالبانو د دې بريد پلان جوړ کړي.''

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وړمه ورځ ويلي و که چېرې پر امريکا د هر بريد سټه په پاکستان کې وموندل شي، نو سخت عواقب به ورته ولري.

پاکستان به اوس دې ته سترگې په لاره وي چې وگوري دغه سخت عواقب څه کېدلى شي.

Image caption د امريکا د لوى څارنوال څرگندونې به پر اسلام آباد فشار ډېر کړي.

خو په امريکا کې د پاکستان په اړه ددې شکونو مانا څه کېدلى شي؟ آيا واشنگټن به هڅه وکړي چې پر پاکستان د اورپکو د مخنيوي لپاره لا نور زور واچوي؟

د بي بي سي يو خبريال حليم مقبول وايي:

د امريکا د لوى څارنوال څرگندونې به پر اسلام آباد فشار ډېر کړي. امريکايي چارواکي د پاکستان له پوځ نه غواړي چې د شمالي وزيرستان د قبايلي سيمې غم په غوڅ ډول وخوري.

دا د طالبانو اصلي مرکز دى، همدلته يې القاعدې ته پناه ورکړې ده او دا هماغه ځاى دى چې ويل کېږي فيصل شهزاد په کې پوځي روزنه ليدلې وه. په دغه سيمه کې د پاکستان د پوځ له خوا د ټيټې کچې ځينې عمليات روان دي او د امريکا هوايي گوزارونو هم په کې گڼ طالب جنگيالي وژلي دي.

او همدا وروستۍ خبره ددې دليل ښودل شوى چې ولې طالبانو پر امريکا گوزار ته مخه کړه.

خو سپينه ماڼۍ دا بولي چې له اورپکو نه د سيمې د پاکولو يواځينۍ لاره د پاکستان د پوځ له خوا د ځمکنيو عملياتو پيلول دي.

د سيمې د چارو يو څېړونکى رحيم الله يوسفزى:

Image caption د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وړمه ورځ ويلي و که چېرې پر امريکا د هر بريد سټه په پاکستان کې وموندل شي، نو سخت عواقب به ورته ولري.

''امريکايان غواړي چې د پاکستان حکومت او پوځ د پاکستاني طالبانو پرخلاف په هغو ځايونو کې عمليات وکړي، چې مخکې پکې عمليات نه دي شوي، طالبانو اوس په نوو ځايونو کې پنا اخیستې ده، د دوی په اصلي مرکزونو لکه جنوبي وزيرستان، باجوړ، مومندو او سوات کې د دوی خلاف عمليات شوي، امريکا به غواړي چې په شمالي وزيرستان هم عملیات وشي. ''

زموږ د خبريال حليم مقبول په وينا:

پاکستان وايي چې دومره امکانات ورسره نشته چې دغه ټول کارونه ترسره کړي.

په داسې حال کې چې واشنگټن مخکې ويل خبره د امکاناتو نه ده، بلکې اراده نشته. خو اوس داسې برېښي چې د پوځي عملياتو د تر سره کولو احتمال، تر هر هغه څه چې په ټايمز ډگر کې د بمي چاودنې تر هڅې وړاندې و، ډېر شوى دى.

مخکې په نورو سيمو کې د پاکستان د پوځ دغه ډول عملياتو د طالبانو له خوا د غچ احيستونکو بريدونو څپې راخوځولې.

په هغو کې پاکستاني ولسي وگړي قرباني کېدل. پلټونکي اوس پر دې څېړنه بوخت دي چې وگوري پاکستاني طالبان دننه په امريکا کې څومره امکانات لري او د امريکا ولسي وگړي به له کومو خطرونو سره مخامخ وي.

ورته مطالب