د هند ايالتي وزير په جنسي تيري تورن شو

هلاپا
Image caption هرتال هلاپا وايي دۀ ته لومه اېښوول شوې وه

د هند د سويلي کرناتکا ايالت يو وزير د خپل يوۀ ملگري پر ميرمن د جنسي تيري پر هڅې نيول شوى دى .

هرتال هلاپا چې د خوړو او توکو د چارو وزير و د واکمن گوند بې جي پي ( بهارتيا جناتا پارټي ) غړى و .

دى وايي سياسي مخالفينو يې لومه ورته جوړه کړې وه .

ښاغلي هلاپا تيره اوونۍ خپله دنده پرېښوده او پوليسو ته يې ځان وسپارۀ .

خبريالان وايي دا پېښه واکمن گوند ته ډيره شرموونکې وه .

ښاغلى هلاپا وايي په گوند کې دننه د دۀ ځينو مخالفينو او مشرانو دۀ ته لومه اېښې وه .

تيره اوونۍ دۀ وويل د حکومت د ژغورلو او د خپل نوم د پاکولو لپاره يې له خپلې دزندې استعفى ورکړې ده .

د ښاغلي هلاپا پر ضد شکايت کوونکې ميرمنې وويل دا پېښه د تير کال د نومبر په مياشت کې وشوه .

دا ميرمن وايي دې او د دې ميړۀ ته گواښ شوى و چې که يې پر دې پېښې څه وويل نو ژوند ته به يې خطر پېښ شي .

دا ميرمن وايي :

(( دې سړي غوښتل چې له ما سره په زور سکس ( جنسي اړيکه ) وکړي خو ما مقاومت وکړ . کله چې مې خاوند راستون شو ما ژړل ، ميړۀ مې له غصې پر دۀ وار وکړ ما هم وواهۀ ))

ورته مطالب