کامېرن: د ستونرو د هوارولو لپاره به قوي ايتلافي حکومت جوړ کړو

ډېوېډ کامران
Image caption ښاغلي کامران د دې پخلی وکړ، ګوند يې چې په ټاکنو کې يې اکثریت نه دی ترلاسه کړی، غواړي چې د ليبرال ديموکرات له ګوند سره خپل ايتلافي حکومت جوړ کړي

د برتانيا د محافظه کاره ګوند مشر ډېوېډ کامېرن روسته له هغه د برتانیا د لومړي وزير په توګه وټاکل شو، پخواني لومړي وزير ګورډن براون له دې دندې استعفا وکړه.

د ښاغلي براون له استعفا وروسته د کارګر ګوند ۱۳ کلن حکومت پای ته ورسېد.

د نوي حکومت په اړه ډېر جزييات لا نه دي په ډاګه شوي، خو د ماليې او بهرنيو چارو د وزيرانو ټاکل تاييد شوي دي.

انځوريز رپوټ وګورﺉ

ډېوېډ کامېرن په داونينګ سټريټ ۱۰ کې د لومړي وزير د دفتر په مخ کې له ملکې اليزابيت سره تر ليدو وروسته له ديموکراتانو او ليبرال ګوندونو سره د يوه قوي حکومت د جوړولو ژمنه وکړه.

بل خوا د محافظه کار ګوند سرچينې وايي د ليبرال ګوند مشر نېګ ليک به د برتانيا د نوي ايتلافي حکومت د لومړي وزير مرستيال وي.

په کابينه کې د هغه ګوند ته څلور نورې څوکۍ هم بېلې شوې دي.

دا هغه پرمختګ دی چې سياسي څېړونکو يې يوه اوونۍ مخکې هم اټکل نه کاوه.

ښاغلي کامران د دې پخلی وکړ، ګوند يې چې په ټاکنو کې يې اکثریت نه دی ترلاسه کړی، غواړي چې د ليبرال ديموکرات له ګوند سره خپل ايتلافي حکومت جوړ کړي:

Image caption په تېرو دوه سوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې برتانيا تر ټولو ځوان سړی (ډېوېډ کامران) خپل لومړی وزير ټاکي.

''په راتلونکي کې به زموږ هېواد يو ځوړند يا معلق پارلمان ولري، چې يو ګوند به هم پکې اکثریت نه لري او موږ سختې ستونزې لرو، چې په دې ډله کې د بوديجې کمښت او ټولنيزې ستونزې هم شاملې دي، موږ داسې يو سياسي سيستم لرو چې بايد اصلاح شي، د همدې لاملونو پر بنسټ غواړم چې د محافظه کارانو او ليبرال ديموکراتانو ترمنځ يو مناسب او بشپړ ايتلاف جوړ کړم.''

په تېرو ۴۵ کلونو کې په لومړي ځل د ډېوېډ کامران په مشرۍ برتانيا کې يو ايتلافي حکومت رامنځ ته کېږي.

لنډ ژوند ليک

ډېويډ کاميرن د ١٩٦٦ کال د اکټوبر پر نهمه په لندن کې زېږېدلى خو نيوبرى ته نژدې ستر شوى دى.

په آکسفورد پوهنتون کې يې فلسفه، سياست او اقتصاد لوستي دي.

لومړنى سياسي کار يې په ١٩٨٨ کال کې د محافظه کار گوند د پلټنې په څانگه کې پيل کړ .

دوو صدراعظمانو – مارگريټ ټاچر او جان ميجر ته يې ويناوې ليکلې او په پارلمان کې يې له مخالف گوند سره د مخامخ کېدو لپاره له هغوى سره په چمتووالي کې مرسته کوله.

لومړى ځل په ٢٠٠١ کال کې د آکسفورډ له سيمې څخه ولسي جرگې ته وټاکل شو.

په ٢٠٠٥ کال کې د محافظه کار گوندمشرتابه ته په دې هيله وگومارل شو چې کم عمر به يې محافظه کار گوند ته چې دغه مهال د مشرتابه له خورا سخت بحران سره مخامخ و، د هيواد د ځوانو وگړو د راکښلو سبب شي.

کامران يوه لور او يو زوى لري او مشر زوى يې چې معيوب و، دوه کاله د مخه مړ شو.

د اوباما مبارکي

سپينې ماڼۍ ويلي ولسمشر اوباما ډېوېډ کاميرن ته د برتانيا د لومړي وزير د دندې مبارکي ورکړې ده.

دا په تېرو کابو دوو سوو کلونو کې لومړی ځل دی چې تر ټولو ځوان شخصیت د برتانيا لومړی وزير کېږي.

ګورډن براون چې له خپلې ښځې سره يې په ډاوننګ سټريټ ۱۰ کې خبرې کولې، وويل ده د خپلۍ لومړۍ وزيرې پرمهال تشريفاتي کارونه کړي، او خپل ځايناستي ته هم د بريا او ښېګڼې هيله لري.

براون زياته کړه چې پارلمان کې به هم له خپلې څوکۍ نه استعفا وکړي او له سياست نه به په بشپړه توګه لاس واخلي.

ورته مطالب