ليبیا: د الوتکې رالوېدو له امله لږترلږه ۱۰۴ مسافر مړه شوي

د الافريقيه هوايي شرکت په ۲۰۰۱ کال کې جوړ چې تر دې مهاله ګنې ايرباس ډوله الوتکې لري.
Image caption د الافريقيه هوايي شرکت په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی چې تر دې مهاله ګنې ايرباس ډوله الوتکې لري.

د ليبيا په طرابلس ښار کې د يوې مسافر وړونکې الوتکې د رالوېدو له امله لږترلږه ۱۰۴ تنه وژل شوي.

په پېښه کې يوازې يو اته کلن هالنډی ماشوم ژوندی پاتې شوی.

الوتکه له جنوبي افريقا نه د ليبیا مرکز طرابلس ښار ته روانه وه، چې د طرابلس هوايي ډګر ته نژدې راولوېده.

په الوتکه کې د ګڼو هېوادونو وګړي سپاره ول، خو د الوتکې ټوله عمله د ليبيا وګړي ښودل شوي.

د هوايي چلند يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي د افريقايي هوايي چلند اړوند شرکت دغه ۳۳۰ ايرباس ډوله الوتکه الوتکه هوايي ډګر ته نژدې رالوېدلې ده.

د الوتکې د رالوېدو د لاملونو په اړه پلټنه پيل شوې ده.

رپوټونه وايي الوتکه په هوا کې نه ده چاودلې بلکې، پر ځمکه تر رالوېدو وروسته ټوټه ټوټه شوې ده.

Image caption په طرابلس کې د بي بي سي خبرياله رانا جواد وايي الوتکه داسې مهال رالوېدلې چې په طرابلس کې ژيړ لمر و.

په جنوبي افريقا کې د بهرنیو چارو وزارت وياند ويلي الوتکې د سه شنبې په شپه له جوهانسبرج هوايي ډګره پورته شوې چې بيا د رادار له ساحې هم تری تم شوې ده.

ويل کېږي چې په دې الوتکه کې د برتانیا، جنوبي افريقا او ځينو نورو هېوادونو مسافر سپاره ول.

رپوټونه وايي ټاکل شوې وه، چې دغه الوتکه د طرابلس پر هوايي ډګر تر لږ څنډ وروسته د لندن هوايي ډګر ته پورته شي.

په طرابلس کې د بي بي سي خبرياله رانا جواد وايي الوتکه داسې مهال رالوېدلې چې په طرابلس کې ژيړ لمر و.

د الافريقيه هوايي شرکت په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی چې تر دې مهاله ګنې ايرباس ډوله الوتکې لري.