په انځورونو کې: برتانيا براون ته خدای پاماني کامران ته هرکلی وايي

د برتانيا د محافظه کاره ګوند مشر ډېوېډ کامران د برتانيا د نوي لومړي وزير په توګه وټاکل شو.

ښاغلي کامران له ديموکراتانو او ليبرال ګوندونو سره د يوه قوي حکومت د جوړولو ژمنه کړې ده.

د برتانيا د محافظه کاره ګوند مشر ډېوېډ کامران وروسته له هغه د برتانیا د لومړي وزير په توګه وټاکل شو، پخواني لومړي وزير ګورډن براون له دې دندې استعفا وکړه.

  • براون له دويمې ملکې الیزابېت سره تر رسمي استعفا کولو وروسته وکتل.
    براون له دويمې ملکې الیزابېت سره تر رسمي استعفا کولو وروسته وکتل.
  • د برتانیا د لومړي وزير دفتر مخې ته د کارګر ګوند پلویان راټول شوي، چې پخوانی لومړی وزير خپله استعفا وړاندې کوي.
    د برتانیا د لومړي وزير دفتر مخې ته د کارګر ګوند پلویان راټول شوي، چې پخوانی لومړی وزير خپله استعفا وړاندې کوي.
  • براون غوښتل چې پر خپله څوکۍ پاتې شي، خو د ټاکنو پايلو ياري ورسره ونه کړه.
    براون غوښتل چې پر خپله څوکۍ پاتې شي، خو د ټاکنو پايلو ياري ورسره ونه کړه.
  • ځينو رسنيو د لومړيو وزيرانو ښځو ته ډېره پاملرنه کړې ده.
    ځينو رسنيو د لومړيو وزيرانو ښځو ته ډېره پاملرنه کړې ده.
  • ګورډن براون له توني بلېر وروسته د برتانيا لومړی وزير شو.
    ګورډن براون له توني بلېر وروسته د برتانيا لومړی وزير شو.
  • خبريالان او عکاسان د پارلمان مخې ته راغونډ شو، چې په حکومت کې د نوي بدلون خبرونه ترلاسه کړي.
    خبريالان او عکاسان د پارلمان مخې ته راغونډ شو، چې په حکومت کې د نوي بدلون خبرونه ترلاسه کړي.
  • د امريکا ولسمشر بارک اوباما د برتانيا نوي لومړي وزير ته د نوي مقام مبارکي وايي.
    د امريکا ولسمشر بارک اوباما د برتانيا نوي لومړي وزير ته د نوي مقام مبارکي وايي.
  • براون ډېر لېواله نه وو چې خبري رسنۍ يې د شخصي ژوند په اړه ډېر مالومات ترلاسه او خپاره کړي.
    براون ډېر لېواله نه وو چې خبري رسنۍ يې د شخصي ژوند په اړه ډېر مالومات ترلاسه او خپاره کړي.
  • د برتانيا نوی لومړی وزير ډېوېډ کامران له خپلې ښځې سره خپل نوي دفتر ته ځي.
    د برتانيا نوی لومړی وزير ډېوېډ کامران له خپلې ښځې سره خپل نوي دفتر ته ځي.
  • ګورډن براون درې کاله د برتانيا لومړی وزير و ، او تر هغه مخکې لس کاله د ماليې وزير و .
    ګورډن براون درې کاله د برتانيا لومړی وزير و ، او تر هغه مخکې لس کاله د ماليې وزير و .
  • دويمې ملکې اليزابېت کامران ته د نوي حکومت د جوړولو سپارښتنه وکړه.
    دويمې ملکې اليزابېت کامران ته د نوي حکومت د جوړولو سپارښتنه وکړه.
  • او په پای کې ډېوېډ کامران له خپلې ښځې سره په ډاوننګ سټريټ ۱۰ کې د لومړي وزير په دفتر کې ځای پر ځای شول
    او په پای کې ډېوېډ کامران له خپلې ښځې سره په ډاوننګ سټريټ ۱۰ کې د لومړي وزير په دفتر کې ځای پر ځای شول

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .