اردوغان: 'له يونان سره به د ګډو همکاریو ۲۱ تړونونه لاسليک کړو'

رجب طیب اردوغان
Image caption اردوغان به له خپل يوناني سيال جورج پاباندريو سره تر يو لړ ليدنو او خبرو وروسته شاوخوا ۲۰ تړونونه او پروتوکولونه لاسليک کړي.

د تېرې جمعې په ورځ (د مۍ ۱۴مه) د ترکيې لومړی وزير رجب طيب اردوغان د يونان پلازمېنې اتن ته ورسېد او له خپل يوناني سيال جورج پاباندريو سره يې ولیدل.

په يوه ګډه اعلاميه کې ښاغلي اردوغان او يوناني سيال يې جورج پاباندريو ويلي دوی به په سيمه کې سوله او ثبات ټينګ کړي.

د دواړو هېوادونو د کابينو غړو يوه ګډه غونډه هم کړې چې هرکال به دا ډول غونډې کېږي.

له ښاغلي اردوغان سره لس ترکي وزيران هم تللي.

دواړه ګاونډي هېوادونه چې په ناټو کې غړيتوب لري، هڅه کوي چې خپله اوږدمهاله دښمني ختمه کړي.

له ۲۰۰۴ کال راپدېخوا دا لومړنی ترکی لومړی وزير دی چې يونان ته په رسمي سفر ځي.

ښاغلي اردوغان وويل "ترکیه هڅه کوي چې له يونان سره په دغه هېواد کې د روان مالي بحران د له منځه وړلو په برخه کې مرسته وکړي، همدا ده چې په دې لړ کې زه له خپلو لسو ترکي وزيرانو سره راغلی یم، چې له يونان سره د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړم."

دی وايي"زموږ د اقتصاد تکامل له يوبل سره تړلی دی... که چېرې يو بل ته د همکارۍ لاسونه وراوږده کړو، دواړه غاړې به سودمنې شي."

تاريخي دښمني

د يونان او ترکيې ترمنځ دښمني تر لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته هغه مهال پيل شوه، کله چې یونان ځينې ترکي سيمې لاندې کړې.

له دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ حالات ترينګلي او هر يوه ګوته په ماشه شو، چې دې جګړو او ترينګتليا له ۱۹۱۹ کال څخه تر ۱۱۹۲۲ ډېر زور واخيست.

همداراز دواړو هېوادونو هڅه کوله چې پر شخړمنه ايجه سیمه او بجر چې د دواړو هېوادونو په منځ کې پروت دی، خپل واک ټينګ کړي.

بل خوا روسيې د شمالي قبرس د جمهوريت، چې له يونان څخه په ۱۹۷۴ کال کې جلا شو، ملاتړ کاوه.

اردوغان به له خپل يوناني سيال جورج پاباندريو سره تر يو لړ ليدنو او خبرو وروسته شاوخوا ۲۰ تړونونه او پروتوکولونه لاسليک کړي.

اردوغان وويل: "باور لرم چې زموږ ترمنځ به د همکاريو شاوخوا ۲۱ تړونونه لاسليک شي. او زموږ په اړيکو کې به يو نوی پړاو پرانيستل شي."

که څه هم دواړو هېوادونو له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا هڅه کوله چې مخامخ سره کښېني، چې په دې لړ کې پاباندريو هغه مهال د ترکيې له بهرنيو چارو وزير اسماعيل جيم سره د شخړې د له منځه وړلو هڅې هم کړې وې.

ورته مطالب