د پاکستان په شمال لوېديځ کې 60 تنه تښتول شوي

پاکستان کې وسله وال
Image caption په دغه سيمه کې د طالبانو نفوذ ډېر دی چې په تېر کې د شيعه او سني مذهبي ډلو ترمنځ پکې د تاوتريخوالو ګڼې پېښې رامنځ ته شوې دي.

له ډېورېنډ کرښې سره نژدې نارامه قبايلي سيمه کې نامعلومو وسله والو شاوخوا ۶۰ کسان نيولي دي.

پوليس وايي نيول کسان د ۵۰ تنه نورو ملکيانو ترمنځ وو چې له کورمې قبايلي سيمې يې پېښور ته سفر کاوه.

وسله والو چې د پوليسو جامې يې پر تن وې، د دوی موټرونه درولي او کسان يې وروسره بېولې دي.

له سيمې راپورونه وايي حکومت په دې وروستيو کې دغه لار بيا پرانيستې وه، دا يو داسې ګام و چې سيمه ييزو طالب جنګياليو يې مخالفت کاوه.

پوليس وايي چې په دغو نيول شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

کورمه ايجنسۍ له افغانستان سره ګډه پوله لري، چې د پاکستان له نارامه سيمو بلل کېږي.

په دغه سيمه کې د طالبانو نفوذ ډېر دی چې په تېر کې د شيعه او سني مذهبي ډلو ترمنځ پکې د تاوتريخوالو ګڼې پېښې رامنځ ته شوې دي.

د سيمې د پوليسو مشر ميرچمن ويلي په وسلو سنبالو کسانو پر هغه کاروان برید کړی، چې له پاړاچينار نه کورم ښار ته روان و.

دی وايي وسله والو د پوليسو يونيفورم اغوستی و.

د پېښې په اړه پلټنه روانه ده او د برمته شوو د موندلو هڅې روانې دي.

خو تر دې وخته د دغې تښتونې پړه چار پر غاړه نه ده اخيستې.

ورته مطالب