ګرځنده تيلې فون کاروونکي د مغز له لږ سرطان سره مخامخېږي

Image caption ددغې پلټې ځېنې اسناد ښيي هغه کسان چې د موبايل ټيليفونونه کاروي د مغز د سرطان له لږ خطر سره مخامخ دي خو ساينسپوهانو له وړاندې دغه لاسته راوړنې ډيرې بې باوره بللي دي.

د موبايل يا گرځنډه ټلفونونو د زياتې کارونې د روعتيايي خطرونو په اړه د م. م لخوا پلټنه بې نتيجې سرته رسېدلې ده.

دغه پلټنه چې د موبايل ټلفونونو او د ځينو مغزي تمورونو يا د مغزي سرطان په اړه ده د لس کلونو په اوږدو کې بې نتيجې بشپړه شوې ده.

په پلټنه کې راغلې چې د گرځنده ټلفون زياته کارونه به ښايي روغتيايي خطرونه ولري خو د رپورت چمتو کونکې ډله وايي چې د يوه يقني ځواب د تر لاسه کونه به نورې او ژورې پلټنې ته اړتيا وړلري.

د اوږدې مودې دغې پلټنې شاوخوا ۱۳ زره سالم او د مغز په سرطان اخته کسان د لسو کلونو په اوږدو کې چې په 2000 کال کې شروع شوه، پلټلي دي

دا په خپل ذات کې تر ټولو غټه پلټنه ده چې تر سره کيږي خو په نتيجه کې هيڅ ثابت ځوابونه نه لري.

ددغې پلټې ځينې اسناد ښيي هغه کسان چې د موبايل ټيليفونونه کاروي د مغز د سرطان له لږ خطر سره مخامخ دي خو ساينس پوهانو له وړاندې دغه لاسته راوړنې ډېرې بې باوره بللي دي.

نور معلومات ښيي چې د موبايل يا گرځنده تيلې فون ډير کارول چې پکې تر 30 دقيقو ډيرې خبرې وي شايد خطر ډير کړي خو بيا هم د دغې څيړنې ليکوالان وايي په دې برخه کې لا ډيرې پلټنې ته اړتيا شته ځکه چې د لومړنۍ څيړنې راهيسته زمانه کې د خلکو له خوا د موبايل فون د کارولو بڼه ډيره بدله شوې ده.

ځينې روغتياپوهانو له وړاندې ادعا کړې چې دغه پلټنه نا سمه ده، ځکه چې د ګډونکوونکو د څارنې پر ځای دوی پوښتل شوي چې هڅه وکړي را ياد کړي چې په تيرو لسو کلونو کې يې په کوم غوږ او څومره وخت موبايل يا گرځنده تيلې فون کارولی دی.

او په عين حال کې پر دې پلټنې د موبايل شرکتونو اغېز هم د پوښتنې وړ دی ځکه دوی د دې پلټنې څلورمه برخه لګښت وړکړی و.