پاکستان: قبايلي سيمه کې له ۶۰ تښتول شوو ۵۰ راخوشي شول

اورپکي
Image caption د تېرې شنبې په ورځ په وسلو سنبالو کسانو ۶۰ تنه وتښتول.

پاکستاني چارواکي وايي وسله والو د ۶۰ تښتول شوو له ډلې ۵۰ راخوشي کړي او لس نور پاتې دي.

د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان په شمال لوېديځ افغان پولې ته څېرمه په کورمه ايجسنۍ کې په وسلو سنبالو د ګاډو يو کاروان ودراوه او ۶۰ تنه يې نامالوم ځای ته وتښتول.

د پاتې لسو کسانو د راخوشي کولو هڅې قبايلي مشرانو پيل کړې دي.

په سيمه کې يو حکومتي چارواکی ممتاز خان وايي: "داسې ښکاري چې وسله وال هم هک پک دي، ځکه چې له دوی سره پاتې کسان حکومتي مامورين دي، موږ خپله هڅه کوو چې هغوی راخوشي کړو چې په دې لړې کې قبايلي مشران راسره همکار دي ".

په تښتول شوو کې ماشومان او ښځې هم دي.

په کورمه ايجنسۍ کې وسله وال ډېر نفوذ لري، چې وخت ناوخت له لارې څخه خلک تښتوي.

کورمه ايجنسۍ د ډېرکيو سني او لږکيو شيعه د تاوتريخوالو شاهده هم ده.

بل خوا د قبايلو په اورکزو ايجنسۍ کې پاکستاني جيټ الوتکو بمبار کړی، چې په د امنیتي سرچينو په وينا لس اورپکي پکې وژل شوي او پنځه پټنځايونه يې له منځه وړي دي.

ورته مطالب