پاکستان: اورکزو کې د جيټ الوتکو بمبار ۱۰ تنه وژلي

پاکستاني جنګي جيټ الوتکو د دغه هېواد په اورکزو ايجنسۍ کې بمبار کړی.

پاکستاني چارواکي وايي د تېر دوه میاشتني کمپاين په کمپاين کې نژدې لس تنه سخت دريځي وژل شوي او پنځه پټنځایونه يې ويجاړ شوي دي.

د پاکستاني طالبانو يوه وياند ويلي چې په بريد کې د دوی هېڅ جنګيالی نه دی وژل شوی.

په تېرو څو اوونيو کې اورکزو ايجنسي کې پوځي عمليات روان ول، چې زرګونه کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې.

بل خوا د پاکستان په شمال لوېديځ کې له هغو شاوخوا ۶۰ تښتول شوو کسانو ۱۸ يې راخوشي شوي، چې د تېرې شنبې په ورځ وسله والو تښتولي ول.

رپوټونه وايي چې تښتول شوو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.

خو نور پاتې لا نه دي خوشي شوي.

ورته مطالب