څېړنه: د ښځو پرتله نارينه ډېر دروغ وايي

سړی
Image caption هغو نارينه وو چې په دغه څېړنه کې پوښتل شوي، ويلي چې د نارينه د ډېرو دروغو ويلو يو اصلي لامل د شرابو څښل دي.

يوې برتانوۍ څېړنې ښودلې چې د ښځو پرتله نارينه دروغو ویلو ته ډېر چمتو وي، او د ښځو پرتله د دروغو ويلو پرمهال نارينه د ګناه کولو لږ احساس کوي.

څېړونکو په ۳ زره کسانو څېړنه ترسره کړې، او وايي چې په برتانيا کې نارينه په ورځ کې درې ځلې دروغ وايي چې په کال کې ۱۰۹۲ ځلې دروغ خبرې کوي.

په څېړنه کې راغلي چې برتانوۍ ښځه د نارينه پرتله لږ دروغ وايي، هغه دا چې په ورځ کې تر دوو ځلو ډېر دروغ نه وايي.

دغه څېړنه د علومو د موزيم لخوا شوې، چې پکې راغلي: تر نورو خلکو میندو ته د نارينه وو لخوا ډېر دروغ ويل کېږي.

په دغه څېړنه کې ويل شوي چې په سلو کې ۲۵ نارينه خپلو ميندو ته دروغ وايي، په داسې حال کې چې په سلو کې يوازې ۲۰ نجونې خپلو ميندو ته د دروغو ويلو له لارې خپل ځانونه سپينوي.

د پرتلې په ډول ويل کېږي چې په سلو کې يوازې ۱‍۰ تنه خپلو ښځو ته دروغ وايي.

هغو نارينه وو چې په دغه څېړنه کې پوښتل شوي، ويلي چې د نارينه د ډېرو دروغو ويلو يو اصلي لامل د شرابو څښل دي.

دوی وايي چې د ښځو پر تله نارينه ډېر شراب څښي، همدا ده چې دروغو ته مخه کوي.

په څېړنه کې راغلي تر هر وخت ډېرې ښځې د دروغو ویلو په وخت کې د ګناه کولو احساس کوي.

وايي: په سلو کې ۸۲ پوښتل شوو ښځو ويلي کله چې دوی دروغ وايي نو داسې احساس کوي چې ګناه کوي، خو دغه شمېره بيا په نارينه وو کې په سلو کې ۷۰ ده.

په سلو کې ۷۱ نارينه وو ویلي کله چې دروغ ويل د يوه چا د خوښۍ لامل ګرځي، نو دوی سرپه نه کوي، خو په سلو کې بيا ۷۵ ويلي کله چې دوی د يوه چا د خوښۍ په خاطر دروغ وايي، له ويلو يې خوند اخلي او ځانونه خوشاله احساسوي.