اسراييلو غزې ته د بشري مرستو مخه نيولې

بېړۍ
Image caption يوه بېړۍ د استانبول له بندره غزې ته د رسېدو په موخه اوښتې ده.

تر دې وړاندې هم اته ځلې د دغې کلابندۍ د ماتولو ناکامه هڅه شوې وه.

د بېړيو د روانېدو پرمهال خوښي وه.

د فلسطينيانو د خواخوږو لخوا د فلسطين بيرغونه پورته شوي وو، او مرستندويه فعالین له څو هېوادونو څخه د خپل ملاتړ د ښودلو لپاره ورغلي .

د اندونيزیا د یوې نادولتي موسسې غړی عارف چې هڅه کوي غزې ته طبي توکي ورسوي، وايي:

''هیله من يو چې دا ماموریت به کلابندي ماته کړي او په غزه کې به زموږ د روغتون د جوړولو له پروګرام سره مرسته وکړي. ''

دا غزې ته د مرستندويه بېړیو تر ټولو لوی کاروان دی.

پر ځينو بېړیو د ترکيې بيرغونه درول شوي دي.

د ترکيې د يوې مؤسسې آی اېچ اېچ مشر حسین عروج وايي له همدې امله به اسراييليان د دې مخه نه نيسي:

Image caption د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان وي چې دغه مرستې بايد فلسطينيانو ته ورسېږي. او ويلي چې " د غزې کلابندي بايد ماته کړای شي".

''انشاء الله سل په سلو کې به موږ غزې ته رسېږو، د اسراييلو سمندري ځواکونه وايي چې کاروان ته به اجازه نه ورکوي، خو د هغوی خبره غیرقانوني ده، موږ غزې ته د تګ حق لرو، فکر نه کوم چې زموږ مخه به نيسي، موږ به غزې ته ځو.''

په دې بېړيو کې چې سلګونه ټنه بشري مرستې بار دي، تنظيموونکي يې هيله لري چې د اسراييلو له سمندري ځواکونو به تېرېږي او غزې ته به ننوځي، خو اسراييل ټينګار کوي چې مخه به يې نيسي.

د اسراييلو د لومړي وزير وياند اوفير جندلمان ويلي د دغو مرستو له تنظيموونکو یې غوښتي چې مرستې اسراييلو ته وسپاري چې غزې ته يې نقل کړي.

تمه کېږي چې د دغو توکو لېږدول به څو ورځې وخت ونيسي.

بل خو د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان وي چې دغه مرستې بايد فلسطينيانو ته ورسېږي. او ويلي چې " د غزې کلابندي بايد ماته کړای شي".

له دغو مرستو سره يو شمېر سياستوال، ترکي هنرمندان ټولنيز او خبريالان هم مل دي.

له تېرو کابو درو کلونو راهیسې کله چې د حماس ډلې د غزې د تراډې واک ترلاسه کړ، پر دغه تراډه تر اوسه بنديزونه دوام لري.

ورته مطالب