اوباما: افغانستان کې له 'سختې جګړې' سره مخامخ يو

اوباما
Image caption ښاغلي اوباما دا څرګندونې د امريکا د وېسټ پواينټ پوځي اکاډيمۍ فارغينو ته کړې دي.

ښاغلي اوباما دا څرګندونې د امريکا د وېسټ پواينټ پوځي اکاډيمۍ فارغينو ته کړې دي.

بارک اوباما وويل چې په افغانستان کې ثبات راوستل د هغوی لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی:

''موږ په افغانستان کې له یوې سختې جګړې سره مخامخ یو، هغه بغاوت چې مخامخ ګواښ ورته متوجه وي، نوي تاکتيکونه به غوره کوي، له مارجې څخه تر کندهاره طالبان له بې درېغه وژنو، او ترهې اچولو سره دا کار کوي، دا جګړه په تېرو نهو کلونو کې بدله شوې، خو د سپتمبر تر بريدونو وروسته یې اهمیت کم نه دی.''

د امريکا ولسمشر وویل چې دوی د طالبانو رژيم نسکور کړ او په وينا يې همدا وخت باید د طالبانو د بغاوت زور مات شي.

اوباما دې ته هم اشاره وکړه چې څومره ژر کېدای شي، افغان ځواکونه دې وروزل شي.

ده وويل چې د جګړې په اوږدو کې به يې د ځواکونو په مخ کې سختې ورځې وي، خو په وينا يې شک نه لري چې له خپلو افغان او بهرنيو ملګرو سره به افغانستان کې بريالي کېږي.

ولسمشر اوباما وویل چې د القاعدې ډلې محدود کسان پاتې دي، او د نړيوالې ټولنې لخوا به ماتې ورکول کېږي.

ده وويل القاعدې ته ماتې ورکول د امريکا روان کمپاين د نړيوالو هڅو يوه اړينه برخه ده چې دوام به ورکوي.

اوباما دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ وسله والو د کابل په شمال کې د امريکا پر سترې پوځي بګرام اډې ډله ييز بريد وکړ.

او تېره شپه بيا وسله والو په کندهار کې د ناټو پر لويې اډې راکټي بريدونه وکړل.

Image caption برتانوي وزيرانو د افغانستان په بیارغونې کې خپله ژمنې تازه کړې.

د ناټو يوه وياند ويلي د کندهار پر هوايي اډه په ځمکنيو بريدونو کې د ناټو ځواکونو څو پوځي او ملکي کارکوونکي تپيان شوي دي.

سرچينې وويل بريد کوونکو هڅه کوله چې اډې ته ننوځي، خو امنيتي ځواکونو په شا وتمبول.

په دغه هوايي ډګر کې چې د کندهار په ختيځه څنډه کې پروت دی، شاوخوا ۲۳ زره امنيتي ځواکونه مېشت دي، چې کله ناکله طالبان پرې بريدونه کوي.

نن 'يکشنبه، د مۍ ۲۳مه' افغانستان د ورغلو درو برتانوي وزيرانو وروسته له هغه په کندهار کې د ناټو ځواکونو سترې اډې ته خپل سفر لغوه کړ، چې تېره شپه طالبانو بريد پرې وکړ.

داسې ښکاري چې وسله والو خپل بريدونه غځولي دي.