کلينټن: شمالي کوريا دې خپل ګواښونه بند کړي

Image caption امريکا هم دسوېلي کوريا د هغه دريځ ملاتړ کړی چې د شمالي کوريا پر وړاندې يې غوره کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هېلري کلنټن وايي، په مارچ کې د سويلي کوريا د جنگي بېړۍ ډوبول، يوه پياوړي او سنجول شوي نړيوال ځواب ته اړتيا لري.

په دغې بېړۍ کې 46 تنه ووژل شول چې د ډوبېدلو تور يې شمالي کوريا ته ورپورې شوې دی.

له هغه وروسته چې نړيوالو پلټونکو وويل شمالي کوريا د سويلي کوريا پر بېړۍ پر بريد پړه ده ، د سې شنبې پر ورځ شمالي کوريا اعلان وکړ چې له سويلي کوريا سره خپل ټول اړيکي شلوي.

خو په سيول کې د وينا پر مهال مېرمن کلنټن پر شمالي کوريا غږ وکړ چې د سيمه ييزو اړيکو د پياوړتيا لپاره نوي گامونه پورته کړي:

((متحد ايالتونه هم پر نورو انتخابونو او واکونو کتنه کوي چې شمالي کوريا او د هغې مشران حساب ورکوونکي کړي.

موږ پر شمالي کوريا غږ کوو چې د گاونډيانو پر وړاندې خپله پاروونکې، خطرناکه او تېري کوونکې ستراتيژي ، ودروي ، خپلې ژمنې تر سره کړي او نړيوالو قوانينو ته غاړه کېږدي.))

د شمالي کوريا له لوري له سوېلي هغې سره د اړيکو تر شکېدلو وروسته سوېلي کوريا هم ورته ګام واخيست.

د سوېلي کوريا حکومت د مې پر 23 اعلان وکړ چې له دې وروسته د شمالي کوريا بېړۍ د سويلي کوريا اوبو ته نه شي ننوتلای او سوداګريز اړيکي يې هم وځنډول.

دغه راز سويلي کوريا وويل چې له خپل ګاونډي هېواد شمالي کوريا څخه به دملګرو ملتونو په امنيت شورا کې هم شکايت کوي .

د سويلي او شمالي کوريا اړيکې د سويلي کوريا د بېړۍ د ډوبېدلو له پېښې وروسته خړ پړ شول چې د څېړنو په پايله کې څرګنده شوه د بېړۍ په ډبولو کې د شمالي کوريا لاس و.

امريکا هم د سويلي کوريا ددې دريځ ملاتړ کړی چې له شمالي کوريا سره يې خپلې اړيکي غوڅ کړي دي .