د بښنې نړيوال سازمان خپل کلنی راپور خپور کړ

Image caption د بښنې نړيوال سازمان د 2010 کال په راپور کې په افغانستان او پاکستان کې د وسلوالو طالبانو له لوري د خلکو ربړول هم د يوې اندېښنې او ستونزې په توګه ياد کړي دي .

د بښنې نړېوال سازمان د ۲۰۱۰ کال په کلني راپور کې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د حکومتونو له لوري د خپلو خلکو پر وړاندې د بې عدالتۍ په اړه اندېښنه ښوولې ده.

په راپور کې د هغو حکومتونو او ځايي وسله والو ډلو يادونه شوې چې پر خپلو ولسونو له دې پرته چې نړيوال قانون په پام کې ونيسي بريدونه کړي دي .

دوی وايي حکومتونه او وسله والې ډلې د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره ان منل شوي نړيوال قوانين او اصول تر پښو لاندې کوي.

د سازمان د ۲۰۱۰ کال راپور په افغانستان او پاکستان کې د وسله والو طالبانو له لوري د خلکو ربړولو ته اشاره کړې .

د بښنې نړيوال سازمان وايي د نړۍ په ۱۵۹هېوادونو کې په خلکو يوه ډول نه يوه ډول زور زياتی شوی ، وږي ساتل شوي او ناوړه چلند ورسره شوی دی.

په راپور کې راغلي چې پر ښځو جنسي تيري ، د هغوی تښتول او تر جنسي تيري وروسته د هغوی د و‌ژلو ډېرې پېښې په مکسيکو ، ګواتيمالا ، السلوادور ، هندوراس او جميکا کې شوې دي.

راپور دغه راز د هغه زورزياتي او بد چلند يادونه هم کړې چې د سوېلي کوريا ، جاپان او مالېزيا په ګډون يو شمېر اسيايي هېوادونو کې پر ميليونونو کډوالو کېږي.

د بښنې نړيوال سازمان د هغو کسانو ، ډلو او حکومتونو د محاکمې غږ کړی چې په کور د ننه او يا بهر له خلکو سره زور زياتی کوي.