هند: د اورګاډي په ټکر کې شاوخوا 30 تنه وژل شوي

ټکر شوی اورګاډی
Image caption ويل کېږي چې د ټکر شوي اورګاډي په ډبو کې يو شمېر مساپر بند پاتې دي چې دا مهال يې د ژغورنې هڅې روانې دي .

د هند په ختيځ کې د يوې چاودنې له امله دوه اورګاډي سره ټکر شوي دي .

ددغې چاودنې په پايله کې د چاودنې پر کرښه د روان اورګاډي ډېرې ډبې د دويم اورګاډي مخې ته ورغلې دي .

راپورونه وايي چې په دغې پېښه کې لږ تر لږه دېرش تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي ،خو داسې ښکاري چې د پېښې د قربانيانو شمېره به نوره هم زياته شي.

هغه اورګاډي چې له پټلۍ څخه اوښتی، له کلکتې څخه يې ممبيي ته مساپر لېږدول او د لوېديځ بنګال په جهارګرام سيمه کې يې ټکر کړی دی .

دويم اورګاډی له سوداګريزو توکو ډک و چې له هغې بلې خوا را روان و.

د اورګاډو د ټکر سيمه د مايويست ياغيانو اصلي ځاله بلل کېږي چې د حکومت پر ضد وخت ناوخته بريدونه کوي .

خو هندي چارواکي وايي چې تر دې مهاله روښانه نه ده چې په چاودنه کې به د دغو ياغيانو لاس وي او کنه؟

په هند کې د اورګاډو دپټليو ايالتي وزير ماماتا بنيرجي د پېښې د جزياتو په اړه وايي : (( پېښه د يوې چاودنې په پايله کې رامنځته شوه چې په دغه ځای کې يې د اورګاډي پټلۍ بيخي له منځه وړې ده .

چاودنه هغه مهاله وشوه چې له مخالف لوري څخه يو بل اورګاډی هم دغې سيمې ته راورسېد. دا واقعا د خپګان وړ خبره ده . چاودنه ټيک هغه مهال طرحه شوې وه چې دواړه اورګاډي له يو بله د تېرېدو په حال کې ول. ))

ويل کېږي چې دا مهال يو شمېر مساپر د اورګاډي په ډبو کې بند پاتې دي .

هندي چارواکي وايي د ژغورنې تر عملياتو وروسته کولای شي د پېښې د قربانيانو دقيقه شمېره څرګنده کړي .