د لاهور پر دوو جوماتونو کې وسلوالو لږ تر لږه ٧٠ تنه وژلي

لاهور مخکينۍ پېښه
Image caption د لاهور په ښار کې دوه مياشتې وړاندې ځانمرگى بريد هم شوى و

د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې وسله والو کسانو د احمديانو پر دوو جوماتونو پر يو وخت بريد کړى دى .

پوليس وايي وسلوالو لاسي بمونه کارولي او پر خلکو يې ډزې کړې دي .

له ځينو بريد کوونکو سره د ځانمرگي بريد لپاره له چاوديدونکو توکو ډک واسکټونه هم و .

دوی زياتوي چې په دواړو بريدونو کې لږ تر لږه اويا تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي .

وسله والو ، لومړی په جوماتونو کې چې په دوو جلا سيمو کې دي عبادت کوونکي يرغمل نيولي دي .

Image caption پوليس وايي په لسگونو کسان وژل شوي دي

پوليس او امنيتي ځواکونه سيمې ته ورغلي او وسله والو پرې ډزې کړي دي .

تلويزيوني تصويرونو ښوولې چې يوۀ وسله وال کس د جومات له منارې لاندې پر پوليسو ډزې کولې .

يوۀ عيني شاهد چې په جومات کې بند و يوۀ پاکستاني تلويزيون ته په گرځنده تيلې فون وويل چې وسله والو لومړى لاسي بمونه وغورځول .

د دغه يرغمل شوي کس په وينا وسله وال په کلاشينکوف سمبال ول او لاسي بمونه ورسره و .

پاکستاني رسنۍ وايي چې تر اوسه لږ تر لږه يو پوليس وژل شوى دى او يو وسله وال بريد کوونکى چې ټپي شوى و ، نيول شوى دى .

په جوماتونو کې يو په ماډل ټاون سيمه کې دى ، په همدې سيمه کې دوه مياشتې وړاندې ځانمرگى بريد شوى و .

ورته مطالب