م م: د بريد په اړه دې بې پرې پلټنې دې وشي

Image caption د امنيت شورا له اسرايلو نه په سملاسي ډول د نيول شويو کسانو او مرستندويه بېړيو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا تېره شپه د رايو په اکثريت سره غزې ته پر تلونکو بېړيو د اسرايلي بريد په اړه د شفافو ، سملاسي او بې پرې پلټنو غوښتنه وکړه.

د اسرايلي پوځ په وينا په سمندري بېړيو د بريد په پايله کې لږ تر لږه لس کسه وژل شوي دي.

د امنيت شورا پرېکړه ليک دغه راز له اسرايلو نه په سملاسي ډول د نيول شويو کسانو او مرستندويه بېړيو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د بي بي سي د خبريالې باربرا پلېټ په وينا دا پرېکړه ليک د امرېکې او ترکيې ترمنځ د يوه تړون نتيجه ده. په پرېکړه ليک کې ترکيې د اسرايلو پر ضد د نيوکو غوښتونکې وه ، خو امريکا چې له اسرايلو سره نژدې اړېکي لري د لهجې بدلول غوښتل.

د ترکيې د بهرنيو چارو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غونډې پر مهال دغه بريد غندلی او له بي بي سي سره په خبرو کې يې وويل چې اسراييل بايد په سملاسي ډول بښنه وغواړي ، نيول شوې شپږ بېړۍ او مرستندويه کارکوونکي يې بايد پريږدي او هغوی ته دې تاوان ورکړي.

عرب ليګ (عرب سرمشریزه ) به نن سې شنبه يوه بېړنۍ ناسته را وبولي . عرب ليګ له اسرايلي بريد وروسته په خپل غبرګون کې ويلي چې د اسرايلو له دې کړنې معلوميږي چې د امنيت له راوستو سره ليوالتيا نه لري.

اروپايي او افريقايي ټولنو هم د اسرايلي بريد غندنه کړې ده.

پر همدې مهال اسرايلو غزې ته مرسته وړونکې شپږ بېړۍ خپل بندر ته رسولي دي.

د امريکا د يو پخوانۍ سفير په ګډون په بېړيو کې سپاره يو شمېر کسان پرېښودل شوي ، خو ځينې نور لا هم د اسرايلو په توقيف کې دي.

پر بېړيو د بار توکو په اړه لا تردې دمه مالومات نشته چې څنګه به کېږي.

اسراييل وايي له بېړيو به هغه توکي چې وړل يې غزې ته منع دي وباسي او پاتې هغه به يې غزې ته ولېږدول شي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراييلو استازي امنيت شورا ته وويل اسرايلي پوځ وروسته له هغه د خپلې دفاع لپاره ډزې پېل کړې چې مرسته رسوونکو د دوی د و‌ژلو هڅه وکړه.

خو مرسته رسوونکي بيا وايي اسرايلي پوځ پرته له کومې پلمې پر دوی ډزې وکړې.