واشنګټن د ابواليزيد په وژنه خوښي ښودلې ده

مصطفی ابوالیزيد
Image caption ابوالیزيد تر اسامه بن لادن او ايمن الظواهري وروسته د القاعده ډلې درېيم جګپوړی مشر بلل کېده.

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي واشنګټن د القاعدې ډلې د جګپوړي مشر مصطفی ابوالیزيد په وژل کېدو خوښي ښوولې ده.

مصطفی ابوالیزيد په افغانستان کې د القاعده ډلې د عملياتو مشري کوله.

امريکايي چارواکو تېره ورځ اعلان وکړ، چې الیزيد ښايي په دې وروستيو کې د افغانستان پولې ته څېرمه پا قبايلي سيمو کې د امريکا په هوايي بريد کې وژل شوی وي.

رپوټونه وايي په دې بريد کې د هغه ښځه او ماشومان هم وژل شوي.

د مصطفی اليزيد د وژل کېدو خبر د القاعده ډلې په يوه وېبپاڼه SITE خپور شو .

پر وېبپاڼه په خپاره شوي رپوټ کې ويل شوي چې د دغې ډلې يو بل جګپوړی مشر شیخ سعید المصري هم له خپلې ښځې او درو ماشومانو سره وژل شوی دی.

د سپينې ماڼۍ وياند رابرټ ګېبس وويل : "دا د القاعدې ډلې لپاره يو ستر ګوزار و، له تېرو پنځو کلونو راهيسې د هغه د وژل کېدو او يا نيول کېدو هڅې کېدې."

ابوالیزيد تر اسامه بن لادن او ايمن الظواهري وروسته د القاعده ډلې درېيم جګپوړی مشر بلل کېده.

ويل کېږي چې ابو اليزيد د القاعده ډلې مالي چارې هم پرغاړه لرلې.

د امريکا استخباراتي ادارې ويلي ابواليزيد له ايمن الظواهري او اسامه بن لادن سره مستقيمې اړيکې لرلې او د القاعدې د ورځنيو فعاليتونو څارنه به يې کوله.

د امريکا د استخباراتو اداره وايي ابوالیزيد د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يوولسې بريد کوونکو ، په ځانګړې توګه محمد عطا، مروان الشحي او وائل الشهري ته دا مالي زمينه برابره کړه چې په امريکا کې بريدونه وکړي.

Image caption ابواليزيد په جنګي چارو کې دومره تجربه نه درلوده، کله په مالي هغو کې.

ابوالیزيد د القاعده ډلې د خبرو سړی و، چې ګڼ وېديويي پيغامونه یې هم خپاره شوي دي.

وړاندې هم د هغه د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و، خو دا لومړی ځل دی چې القاعده د هغه د وژل کېدو خبره مني.

ابواليزيد په ۱۹۵۵ کال په مصر کې زوکړه شوی.

د ده اصلي نوم مصطفی محمد عثمان ابو الیزيد و، چې د مصر د اسلامي جهاد په ډله کې يې پوهنتون کې د محصلۍ پرمهال غړيتوب هم درلود.

نوموی د مصر د پخواني ولسمشر انور السادات تر ترور کېدو وروسته ونيول شو او په زندان کې يې درې کاله وخت تېر.

په ۱۹۸۸ کال کې له زندانه تر خوشي کېدا وروسته افغانستان ته ولاړ.

هغه په سوډان کې له اسامه بن لادن سره کتلي وو، او د القاعده ډلې د مالي چارو مسؤوليت يې پرغاړه واخست، چې په خليجي هېوادونو کې دغې ډلې ته پټې مالي سرچينې برابرې کړي.

پر افغانستان د امریکا تر بريدونو وروسته ابوالیزيد هم لکه د نورو القاعده غړو په څېر پښې سپکې کړې، او د امريکا له استخباراتو یې څان الونيه کاوه.

نوموړی د امريکا لخوا د جوړ شوي تور لېست په سر کې راتله.

نوموړی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ کال کې په يوه وېديويي پيغام کې راڅرګند شو، او ځان يې افغانستان کې د القاعدې د عملياتو مسؤول معرفي کاوه.

ورته مطالب