ترکيې د فلسطينيانو مدافعانو ته هرکلی ووايهء

Image caption ترکيې د اسرايلو له لوري پر هغو بېړيو بريد په کلکه غندلی چې غزې ته يې د مرستو توکي رسول.

تر ۴۵۰ زيا ت هغه کسان چې د فلسطينيانو له حق څخه دفاع کوي، تر هغه وروسته له اسرايلو څخه شړل شوي چې ددوشنبې پر ورځ د غزي لپاره پر مرستندويه توکو بار بېړيو باندې اسرايلو يرغل وکړ .

دغه کسان په الوتکو کې ترکيې ته لېږل شوي دي.

استانبول ته له رسېدو سره ځينو دغو فعالينو وويل چې دوی هڅه کوله د اسرايلو د کمانډو پر وړاندې چې په ډېرو مجهزو وسلو سمبال ول دځان دفاع وکړي .

د دوی له ډلې يوې مېرمنې وويل اسرايلي کمانډو له توپيره پرته پر دوی ډزې کولې .

په الوتکو کې د هغو نهو تنو مړي هم ول چې په بېړيو کې وژل شوي ول .

د ترکيې د لومړي وزير مرستيال ددغو فعالينو هرکلی وکړ او د اسرايلو د غه عمل يې سمندري غلا وبلله .

تر دې وړاندي د اسرايلو لومړي وزير بينيامين نتنياهو بهرني ګوتنيوونکي په دوه مخۍ تورن کړي ول .

وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون غزې ته پر وړونکو مرستندويانو د اسرايلو د بريد په ځواب کې غوښتي ول چې اسرايل دې ژر تر ژره د غزې محاصره پای ته ورسوي .

ښاغلي بان د محاصرې دغه درې کلنه دوره د نه زغملو وړ او ناسمه وبلله .