بنګله دېش: د اورلګېدو له امله تر 100 تنه زيات مړه شوي

ډاکه
Image caption هغه ودانۍ چې اور پکې لګېدلی دی او تر سلو زيات کسان پکې مړه شوي دي .

د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې له ګڼې ګوڼې په يوه ډکه سيمه کې د اورلګېدنې له امله تر سل زيات کسان مړه شوي دي .

اور له هغه وروسته ولګېده چې د برېښنا يو ترانسفرمر وچاودېد او وروسته ځينې ودانۍ او سوداګريز مرکزونه په لمبو کې پټ شول .

د اوروژنې کارکوونکي وايي چې دا مهال دوی د اور لمبې کابو کړې دي .

که څه هم په ډاکه کې د اورلګېدو پېښې زياتې وي خو شنونکي وايي له ډېرو کلونو راهيسې دا تر ټولو لويه او خونړۍ پېښه ده .

اور د نيم تولي په ولسوالۍ کې لګېدلی، په دغې سيمه کې ګڼه ګوڼه زياته وي او ودانۍ او سړکونه يې تنګ دي چې له امله يې بېړنيو خدمتونو ته لاسرسی هم ستونزمن دی .

په ډاکه کې دبي بي سي خبريال مارک ډوميټ وايي دا د نړۍ په کچه له ګڼې ګوڼې يو ډک ښار دی او نيم تولي ولسوالۍ بيا د ډاکې په ښار کې هم تر ټولو مزدحمه سيمه ده .

دی وايي ډېر خلک په هغو لوړ پوړو ودانيو کې اوسېږي ، ودانۍ او د هغو ساختماني چارې خرابې او کمزورې دي چې نه د اورلګېدلو پر مهال د تښتې لارې لري او نه د ځان ساتنې وسايل.

د اور وژنې د څانګې مشر ابو نعيم وايي اور لږ تر لږه اوه ودانۍ را ايسارې کړې وې: (( په لاندني پوړ کې يو شمېر هټۍ وې چې کېميايي توکي پکې پلورل کېدل چې اور پکې ولګېده او په ډېره چکټيا سره نورو برخو ته خپور شو.))

هغه زياته کړه چې د کېميايي توکو له امله د تودوخې درجه او دودونه د زغملو وړ نه ول .

يوه عيني شاهد هم د خپلو سترګو ليدلی حال داسې بيان کړ: (( دغه ودانۍ له کېميايي توکو ډکه وه، دلته شاوخوا يو سلو پنځوس تنو کار کاوه، او له دې ځای سره نژدې يو محفل و، چې ګڼ شمېر ميلمانه ورته رابلل شوي ول، زه ګمان کوم چې ښايي ټول يې وژل شوي وي ، موږ يواځې د لسو تنو مړي وموندل.))

د ډاکې په يوه روغتون کې د سوځېدنې د څانګې يو ډاکټر امرالحسن بي بي سي ته وويل د روغتون په دوه سوه متري کې د اور لګېدنې پر ځای کې ، ده پخپله پېنځه څلوېښت جسدونه شمېرلي چې پر سړک پراته ول .

د وژل شوي او سوځېدلو کسانو زيات له دې امله مړه شوي ول چې دودونه يې تنفس کړي ول.