اردوغان: هېڅکله به قدس ته شا نه کړو

رجب طیب اردوغان
Image caption اردغان وويل: "د فلسطيني ولس قدر د ترکيې له ولس نه کم نه دی، او غزه هم د انقرې په شان درناوی غواړي، رام الله، نابلس، رفح، خان یونس، بیت لحم او جنين هم له قونيې نه جلا نه دي."

د ترکيې لومړي وزير رجب طیب اردوغان ويلي امريکا يې خبره کړې، دوی دا خبره نه شي منلی، چې ګني د حماس اسلامي غورځنګ يوه ترهګره ډله ده.

نوموړي ويلي د حماس غورځنګ يوه دفاعي ډله ده، چې له خپلې خاورې دفاع کوي، چې زياتره غړي يې د اسراييلو په زندانونو کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له غزې سره په مرستو بار بله بېړۍ سيمې ته روانه ده، چې تمه کېږي نن به هلته ورسېږي.

د ريچل کوريې په نوم په دې بېړۍ کې سلګونه ټنه مرستندویه مواد دي چې څوکۍ، طبي مواد او سيمټ پکې راځي.

اسراييل وايي دا بېړۍ به ودروي.

بلخوا د حزب الله مشر حسن نصرالله په بيروت کې خپلو زرګونو پلويانو ته په وينا کې وويل چې په بله مرستندویه بېړۍ کې به په خپله ګډون کوي.

رجب طيب اردغان ويلي که څه هم حماس په تېرو ديموکراتو ټاکنو کې زياترې رايې وګټلې، خو بيا هم د واکمنۍ حق ورنه کړل شو.

اردغان ويلي د تېرې دوشنبې په سهار په سپين نړيوال سمندر کې د اسراييلو لخوا غزې ته پر مرستندويه بېړيو بريدونو د وحشت فضا رامنځ ته کړې ده.

ښاغلي اردغان دا څرګندونې د ترکيې په قونيه ښار کې د هغو ترکي فعالينو د مړينې د ياد پرمهال وکړې، چې په نړيوالو اوبو کې د اسراييلي ځواکونو لخوا په بمبار کې ووژل شول.

اردغان راغونډو شوو پلويانو ته وويل : "که چېرې نړۍ فلسطين ته شا واړوي، نو ترکيه به هېڅکله هم قدس او فلسطيني ولس ته شا نه کړي."

ده زياته کړه: "د فلسطيني ولس قدر د ترکيې له ولس نه کم نه دی، او غزه هم د انقرې په شان درناوی غواړي، رام الله، نابلس، رفح، خان یونس، بیت لحم او جنين هم له قونيې نه جلا نه دي."

د ترکيې لومړي وزير وويل "که چېرې نړۍ چوپه وي، موږ چوپ نه کښېنو، که چېرې نړۍ له دې ټول وژنې سترګې پټي موږ يې نه شو ترې پټولی، او که نړۍ د وینو تويېدو ته لاس تر زنې ناسته وي، موږ هېڅکله د دا ډول بې ګناه وينو زغم نه لرو؛ دا ځکه چې دا له ترکي ولس سره نه ښايي، چې په بې ګناه توګه يې وينه تويې شي."

د اړيکو ترينګلتیا

اردوغان دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې وړاندې ترکيې اعلان وکړ، چې له اسراييل سره به پر خپلو سياسي اړيکو له سره غور وکړي.

Image caption د اسراييلي بريدونو پرضد په ترکيه کې زرګونه کسانو لاريونونه وکړل.

د ترکيې د لومړي وزير مرستيال پولنت ارنک بلند د ان ټي وي تلوېزيوني چينل ته ويلي : "انقره له اسراييلو سره پر خپلو پوځي، اقتصادي او سیاسي اړيکو له سره غوره کوي."

ترکیه له اسراييلو سره په پوځي توليداتو کې راکړه ورکړه لري.

دغه دوه اړخيزه همکارۍ په ۱۹۹۶ کال کې د يوه پوځي هوکړه ليک په ترڅې کې پيل شوې .

د ترکيې پوځ زياتره له اسراييلي شرکتونو څخه خپل اړین پوځي توکي رانيسي.

دا مهال د ترکيې او اسراييل ترمنځ د شاوخوا ۱۸۳ ميليون ډالرو په ارزښت د راکړې ورکړې پروژې شته.

په دغو پروژو کې د لسګونه بې پيلوټه الوتکو جوړول او نور پوځي توکي هم راځي.

له ترکيې څخه غزې ته د مرستندويه بشري توکو پر بار بېړۍ د اسراييلو له بريد وروسته د ترکيې دفاع وزير وجدي غونول ويلي وو چې دا پېښه به د دواړو ترمنځ پر پيل شوو پروژ ناوړه اغېز ونه کړي.

خو ترکي ولسمشر عبدالله ګل بيا د تېرې چهارشنبې په ورځ په يوه تلوېزيوني وینا کې ويلي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي به "داسې نه وي لکه پخوا چې ول، دا ځکه چې اسراييلو په خپل تاريخ کې تر ټولو ستره تېروتنه وکړه."

ورته مطالب