پاکستان خپل پوځي لګښت ۱۷٪ زياتوي

پاکستانی پوځي
Image caption د پاکستان حکومت ويلي چې په دغو لګښتونو کې د پوځي کارکوونکو د معاشونو لوړېدل هم راځي.

پاکستان اعلان کړی، چې په راتلونکي کال کې به خپل پوځي لګښت په سلو کې اوولس زيات کړي.

کارپوهان وايي د دې پيسو زياتره برخه به له اورپکو سره په جګړه لګېږي.

د هېواد پارلمان د وينا پرمهال د پاکستان د ماليې وزير عبدالحفيظ شيخ وویل، امنيتي ځاکونه چې قربانۍ ته چمتو دي، بايد پر دې پوی وي چې د هېواد او خلکو ملاتړ ورسره دی.

له راتلونکې مياشتې به دفاعي لګښت په کال کې څه د پاسه پنځه ميليارده ډالرو ته وخېژي.

پاکستاني ځواکونو په تېر کال کې د هېواد په شمال لوېديځ کې لوی بريدونه او عملیات وکړل، خو اورپکو هم د هېواد په لروبر کې وژونکې بريدونه کړي.

د پاکستان حکومت ويلي چې په دغو لګښتونو کې د پوځي کارکوونکو د معاشونو لوړېدل هم راځي.

د ماليې وزير عبدالحفيظ شيخ پارلمان ته په وينا کې وویل : " موږ په داسې وضعيت کې يو، چې پوځ، پوليس او امنیتي ځواکونه مو د هېواد د دفاع په خاطر قربانۍ ته چمتو دی، که څه هم امنيتي وضعيت په هېواد کې ښه نه دی، خو بیا هم په دې وروستيو کې ډېر پرمختګ شوی دی."

د ويلو ده چې په تېرو درو کلونو کې پاکستان کې بېلابېلو بريدونو تر ۳۴۰۰ ډېر کسان ووژل، چې د زياترو پړه د اورپکو پر غاړه اچول شوې وه.

د ماليې وزير وويل چې د راتلونکو لګښتونو زياتره پیسې به له نفتو او د نړيوال وجهي صندوقو له مرستو پوره کوي.

په ۲۰۰۸ کال کې اسلام اباد وتوانېده، چې له نړيوال وجهي صندوق څخه يوولس اعشاريه درې ميليارد ډالره پيسې ترلاسه کړي.

ورته مطالب