امريکا: د ترهګرۍ په شک دوه تنه نيول شوي

امريکايي پوليس
Image caption محمد محمود السا او کارلوس ادواردو المونتې د نيويارک د له ګڼې ګوڼې ډک جان اف کينډي هوايي ډګر له لارې غوښتل په بېلا بېلو الوتکو کې سوماليا ته ولاړ شي.

په نيويارک کې پوليسو دوه تنه له ترهګرو سره د لاس لرلو په تور نيولي دي.

دوی د جان اف کينډي په هوايي ډګر کې د شنبې پر شپه ونيول شول او داسې ادعا کېږي چې د امريکايي پوځيانو د وژلو پلان يې درلود.

محمد محمود السا او کارلوس ادواردو المونتې د نيويارک د له ګڼې ګوڼې ډک جان اف کينډي هوايي ډګر له لارې غوښتل په بېلا بېلو الوتکو کې سوماليا ته ولاړ شي.

امريکايي چارواکي وايي نيول شوي دواړه کسان چې امريکايي تابعيت لري غوښتل يې په سوماليا کې د الشباب له اسلام پالې ډلې سره يو ځای شي.

ويل کېږي د الشباب ډله له القاعدې شبکې سره اړيکي لري.

الشباب په ۲۰۰۸ کال کې د امريکا له خوا د ترهګرې ډلې په توګه وپېژندل شوه.

د دغو دواړو کسانو خبرې او کړنې له څلورو کلونو راهيسې تر څارنې لاندې وې، او د دوی هغه خبرې ثبت شوي، چې ويلي يې دي، د امريکايي پوځيانو پر ضد به جهاد کوي.

چارواکي وايي دغو کسانو له څو مياشتو راهيسې سوماليا ته د سفر له پاره تياری نيو، او تاکتيکي زده کړې يې کړې وې.

په سوماليا کې د الشباب له ډلې سره د يو ځای کېدو لپاره يې مخصوص وسايل او تجهيزات هم برابر کړي و.

ظاهرا د دوی د بريدونو موخه په سوماليا کې امريکايي پوځيان ول.

امريکا د سوماليا د انتقالي حکومت ملاتړ کوي، او پنټاګون د وسله والو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره هلته پټ يا مخفي پوځي عمليات ترسره کوي.

په پام کې ده چې دواړه تورن کسان به نن د دوشنبې پر ورځ د نيويارک فدرالي محکمې ته وړاندې شي.

ددغو دوو کسانو تر نيول کېدو مخکې په امريکا کې د دوو نورو بريدونو مخه هم نيول شوې وه، چې يوه پېښه يې تېره مياشت د ټايمز په ډګر کې او بله يې د کرسمس پر ورځ په يو هوايي ډګر کې وه.