مکسیکو: وسله والو ۳۹ تنه ووژل

مکسیکو
Image caption د مکسيکو په ځينو برخو کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي فعالیت لري.

په مکسيکو کې له نشه يي توکو سره په تړاو ۳۹ تنه وژل شوي.

د وژل شوو ۲۰ کسانو مړي د کاديد مديرو په شمال ختيځ ښار کې موندل شوي چې په ګولیو ويشتل شوي دي.

تر دې مخکې وسله والو د مکسيکو په شمال کې د چيهواها ښار کې د نشه يي درملو روږدو د درمنلې په يوه مرکز کې ۱۹ تنه ووژل او څلور نور ټيیان شول.

د مکسيکو پوليس وايي دواړه پر دواړو ولایتونو د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو سخته سیالي ده.

د چيهواها د پولیسو وياند ویلي برید کوونکو د پېښې پر په ځای کې داسې پيغامونه پرېښي ول چې " وژل شوي کسان مجرمین ول".

يوې امنیتي سرچينې ويلي تر ۳۰ زياتو بريد کوونکو د شپږو موټرو په وسيله هلته بريد وکړ او وتشتېدل.

رپوټونه وايي چې له دې پېښې سره د مکسيکو په خليج کې سخته وېره خپره شوې ده.

ورته مطالب