رپوټ: 'ای اېس ای د طالبانو کلک ملاتړ کوي'

طالبان
Image caption رپوټ وايي، پاکستان له دې امله د طالبانو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونيسي.

له افغان طالبانو سره د پاکستان د استخبااتي ادارې د اړيکو په اړه خپور شوى دغه رپوټ وايي داسې دلایل شته، چې د پاکستان ای اېس ای له افغاني طالبانو سره ټينګ اړيکي لري او کلک ملاتړ يې کوي.

رپوټ کاږي ای اېس ای د افغاني طالبانو لپاره پټنځايونه او مالي سرچينې برابروي او په خپل هېواد کې روزنيز ځايونه ورکوي.

په رپوټ کې راغلي چې دا چاره وړاندې ډېره پټه وه او اوس ورو ورو په ډاګه کېدونکې ده.

دغه رپوټ چې د لندن پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې برابر شوی، خو د پاکستان د پوځ وياند بيا دا رپوټ رد کړی او د ايې د خپل هېواد د نامه د بدنامولو لپاره يو چل بللی دی.

د رپوټ چمتو کوونکي د روان کال په لومړيو کې له شاوخوا نهو طالب مشرانو سره خبرې کړې او دا پايله يې ترې رايستلې، چې له افغان وسله والو طالبانو سره د پاکستان اړيکي د پخوا پرتله ډېر زيات شوي دي.

په رپوټ کې راغلي چې د پاکستان استخبارات ان د افغان طالب جګپوړو مشرانو په خاصو غونډو کې هم ګډون کوي.

وايي چې د پاکستان لخوا د طالبانو ملاتړ د اسلام اباد له دې امله دی، چې ګني په افغانستان کې د هند نفوذ مخ پر زياتېدو دی.

رپوټ کاږي، د پاکستان په دريځ دومره لوی بدلون ښايي افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ته دا ستونزه راوټوکوي، چې په افغانستان کې له وسله والو سره مبارزه لانوره پسې پېچلې او ستونزمنه کړي.

د پاکستان د پوځ وياند ويلي دغه رپوټ هسې د پاکستان د بدنامولو لپاره خپور شوی، او غواړي چې د دغه هېواد استخباراتي اداره بدنامه کړي.

پاکستاني حکومت ويلي دا رپوټ له کينې او کرکې ډک دی.

تور لېست

دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه له تور لېسته د يو شمېر طالب مشرانو د نومو پر ليرې کولو غور کوي.

کوم طالب مشران چې په دې تور لېست کې دي، پر سفر يې بنديز لګول شوی او شتمنۍ يې کنګل شوې ده.

په دغه لېست کې د 137 کسانو نومونه شامل دي.

د روانې مياشتې په لومړيو کې د سولې په ملي مشورتي جرګه کې د ګډونوالو لخوا پر افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غږ وشو، چې د ښه نيت د څرګندولو په خاطر له تور لېسته د يو شمېر طالب مشرانو نومونه ليرې کړي.

په دې لړې کې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي امر وکړ، د هغو طالب زندانیانو د دوسیې پلټنه له سره پيل کړي، چې د ناثابتو شوو تورونو له امله نیول شوي دي.

ورته مطالب