په قرغيزستان کې سختې نارامۍ روانې دي

قرغيزستان
Image caption دا په تېر اپرېل کې له واکه د قربان بېک باقيف ترلرې کېدو وروسته تر ټولو بد تاوتريخوالى دى.

مرستندويه ټولنو او ازبک توکمو خلکو د قرغستان په سوېل کې د بشري ناروين د مخنيوي لپاره پر نړيوالې ټولنې د مرستې غږ کړی دی.

له تېرو درېو ورځو راهيسې د ياد شوي هېواد په دويم لوی ښار اوش کې اړو دوړ روان دی. عيني شاهدان وايي دغلته وسله وال قرغزان پر ازبک توکمو ډزې کوي او ودانيو ته اور اچوي.

د رسمي شمېرو له مخې د تېرو څو ورځو په ناراميو کې نژدې ٨٠ تنه وژل شوي، خو نا تاييد شويو رپوټونو دغه شمېره لوړه ښودلې ده.

د روسيې ولسمشر دېمېتري مېدويدوف بشري ډلو ته ويلي چې د قرغيزستان سوېل ته ورشي. نوموړي همدارنگه مسکو ته د درملنې لپاره د يو شمېر ټپيانو د لېږدولو امر هم کړی دی.

د روسيې د بېړنۍ طبي څانګې مرستيال مشر ډاکټر سرګي نيمايف وايي چې د قرغزستان د اخ و ډب ناروغان به کلينيکونه ته ورسول شي:

(( د ټولو ټپيانو حالت ښه دی . دوی د لېږدولو لپاره چمتو شوي دي، په پام کې ده چې دوی ځانګړو کلېنيکونو ته واستول شي.))

تېره ورځ د قرغزستان لنډمهالي حکومت له روسيې وغوښتل چې په اوش کې د ناراميو د له منځه وړو په اړه پوځي مرسته ورسره وکړي.

ددغۀ ښار اوسېدونکي ازبکان وايي چې قرغزان يې کورونه سوځوي او پر دوى هم بريدونه کوي.

دا په تېر اپرېل کې له واکه د قربان بېک باقيف له لرې کېدو وروسته تر ټولو ناوړه تاوتريخوالى دى چې په قرغزستان کې پېښېږي.

ورته مطالب